د بریتانیا پوهنتون جادو څانګه کښې سند ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141106-د_بریتانیا_پوهنتون_جادو_څانګه_کښې_سند_ورکوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا چې پوهنتونونه یې ډیر معتبر ګڼل کیږي یوه پوهنتون د تعلیم او د زده کړې په ډګر کښې د یوه عجیبه پرمختګ په کولو سره یوه نوي او په زړه پورې څارنګه معرفي کړي ده. د بریتانیا یو پوهنتون «ایکسیټر» د جادو علم د زده کولو په زمینه کښې د ماسټرۍ سند ورکوي.
(last modified 2023-11-06T06:53:43+00:00 )
Nov 06, 2023 09:46 Asia/Kabul
  • د بریتانیا پوهنتون جادو څانګه کښې سند ورکوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا چې پوهنتونونه یې ډیر معتبر ګڼل کیږي یوه پوهنتون د تعلیم او د زده کړې په ډګر کښې د یوه عجیبه پرمختګ په کولو سره یوه نوي او په زړه پورې څارنګه معرفي کړي ده. د بریتانیا یو پوهنتون «ایکسیټر» د جادو علم د زده کولو په زمینه کښې د ماسټرۍ سند ورکوي.

د بریتانیا ایکسیټر پوهنتون لومړنی پوهنتون دی چې راتلونکي میلادي کال د جادو په څانګه کښې د ډګرۍ او د سند معرفي کول پیلوي.

د جادو علم ترلاسه کول یو کلن پروګرام دی چې د راتلونکي میلادي کال په سپتمبر میاشت کښې به پیل شي.

د انګلستان «ایکسیټر» پوهنتون وویل چې مونږ په جادو او پټ سائینس کښې د ماسټرۍ د ډګرۍ او سند د معرفي کولو فیصله په جادو کښې د خلکو د دلچسپۍ د لرلو په خاطر کړي ده.

دغه پوهنتون زیاتوي چې د جادو په برخه کښې د ماسټرۍ د سند په معرفي کولو سره به په ټوله دنیا کښې له جادو سره دلچسپۍ لرونکو کسانو ته دغه فرصت برابر شي چې هغوې د جادو د تاریخ او د جادو له کبله د رامینځته کیدونکو ژورو اغیزونو په هکله پوه شي او په هکله یې مطالعه وکړي.

د بریتانیا ایکسیټر پوهنتون وویل په تاریخ، ادب ، فلسفې، لرغونو اثارو ، نفسیاتو، ډرامې او  مذهب کښې مهارت لرونکي د تعلیم ماهرین په لویدیځ او ختیځ کښې د جادو په کردار باندې رڼا واچوي.

دا په داسې حال کښې دي چې د جادو منفي پایلو ته په پام سره په اسلامي معارفو کښې جادو منع او یو غندل شوی کار دی.

جادو د خلکو ذهنونه خرابوي او په خلکو کښې توهمات ډیروي او ټولنه له مشکلاتو سره مخامخ کوي.