د انګلستان ښاریز د کار د موندلو لپاره کوم اطلاعات ورکړل؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141114-د_انګلستان_ښاریز_د_کار_د_موندلو_لپاره_کوم_اطلاعات_ورکړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا یوه ښاریز په خپلې سي وي(curriculum vitae ) یعني د ژوند په هکله معلوماتو کښې کښې داسې اطلاعات خپاره کړل چې لوستونکي یې بیخي حیرانه کړل.
(last modified 2023-11-06T06:52:06+00:00 )
Nov 06, 2023 10:37 Asia/Kabul
  • د انګلستان ښاریز د کار د موندلو لپاره کوم اطلاعات ورکړل؟

زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا یوه ښاریز په خپلې سي وي(curriculum vitae ) یعني د ژوند په هکله معلوماتو کښې کښې داسې اطلاعات خپاره کړل چې لوستونکي یې بیخي حیرانه کړل.

د کوم کار د پیدا کولو لپاره خلک په خپلې سي وي(curriculum vitae )  کښې د ځان په هکله داسې معلومات وړاندې کوي چې د یوې ادارې یا شرکت مشر هغه د کار لپاره انتخاب کړي او ده ته کار ورکړي.

خو څو ورځې مخکې په انګلستان کښې یوه سړي  د یوه شرکت مالک ته یوه داسې داسې سي وي ورولیږله چې د اینټرنیټ استعمالونکي هم د هغې په لوستلو سره  بیخي حیرانه شول.

د بریتانیا ښاریز پټیل د خپلې سي وي انځور په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې خپور کړی دی او  پکښې یې لیکلي دي چې ما د تولید له سلو شرکتونو سره کار کړی دی او د یولسو کسانو د ډلې د چلولو تجربه لرم.

د بریتانیا دغه ښاریز په خپلې سي وي کښې لیکي چې دې په انګریزۍ، هسپانوي او چیني ژبو باندې پوهیږي او تراوسه یې د څو هیوادونو سفرونه کړي دي.

لنډه دا چې د بریتانیا دغه سړی په خپلې سي وي کښې د ځان په هکله هغه ټول معلومات ورکوي چې د ده له کار پیدا کولو سره هیڅ ارتباط نلري.

په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې د بریتانیا د دغه ښاریز دغه پوسټ ډير زیات خپور شوی او تراوسه دوه میلیونه څلور لکه خلکو هغه لیدلی او لوستلی دی.