د فلسطین غزه د ماشومانو په هدیرې بدله شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141148-د_فلسطین_غزه_د_ماشومانو_په_هدیرې_بدله_شوې_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي، په غزه کې جګړه "انساني بحران" دی او غزه په چټکۍ د "ماشومانو په هدیره" بدلېږي.
(last modified 2023-11-07T07:06:37+00:00 )
Nov 07, 2023 08:18 Asia/Kabul
  • د فلسطین غزه د ماشومانو په هدیرې بدله شوې ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي، په غزه کې جګړه "انساني بحران" دی او غزه په چټکۍ د "ماشومانو په هدیره" بدلېږي.

ښاغلي ګوترېش په خپل خبري کنفرانس کې وویل، هره ورځ په سلګونو نجونې او هلکان وژل کېږي یا ټپیان کېږي. د نوموړي په ​​​​وینا، "دې بحران نړۍ ولړزوله او د ډېرو بې ګناه وګړو ژوند یې واخیست."

غزه کې د حماس طبي چارواکي وايي د اسرائیلو په بریدونو کې تر لس زره ډېر کسان وژل شوي دي

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې طبي چارواکو اعلان کړی، پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۲۲۰ ته رسېدلی دی.

دغه شمېرې د اسرائیلو تر سختو شپنیو بریدونو یوه ورځ وروسته اعلان شوې دي.

اسرائیل وايي، په غزه کې یې د حماس د پوځي مرکز په ګډون سلګونه ځایونه په نښه کړي دي.

د غزې ښار د مرکزي روغتون مشر تر دې مخکې ویلي و، تېره شپه د اسرائیلو په بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو او خیریه موسسو په ګډون د بشردوستانه ادارو یوې ډلې ویلي، په غزه کې د ملکي وګړو "وحشتناکه وژنه" ټکان ورکوونکې ده. ویل کېږي په وژل شویو کې زرګونه ماشومان هم شامل دي.

د غزې پر تړانګې د اسرائیلو بريدونه د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا د اسرائیلو په سوېل کې تر بريد وروسته پيل شول، چې د اسراييلي چارواکو په وينا ١٤٠٠ کسان پکې ووژل شول او لږ تر لږه ٢٠٠ يې يرغمل کړل.

اسرائیلي پوځ وايي موخه یې د حماس بشپړ له منځه وړل دي.

ملګروملتونو زیاته کړه چې په هرو لسو دقیقو کښې یو فلسطینی ماشوم شهید کیږي او دوه نور ژوبلیږي.

ملګروملتونو وویل چې په غزې باندې د اسرائیلو د حملو د شهیدانو اوه شپیته فیصده ماشومان دي.