اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د اسرائیلو په هکله بې تفاوته دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141184-اټومي_انرژۍ_نړیوال_اژانس_د_اسرائیلو_په_هکله_بې_تفاوته_دی
فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د اټومي بمباریو لپاره د صهیونیسټ رژیم د میراث د وزیر وروستیو څرګندونو او غوښتنې ته غبرګون وښود.
(last modified 2023-11-07T08:16:56+00:00 )
Nov 07, 2023 12:43 Asia/Kabul
  • اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د اسرائیلو په هکله بې تفاوته دی

فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د اټومي بمباریو لپاره د صهیونیسټ رژیم د میراث د وزیر وروستیو څرګندونو او غوښتنې ته غبرګون وښود.

د صهیونیسټ رژيم د یوه وزیر لخوا په غزې تړانګې باندې د اټومي بمباریو لپاره غوښتنې ته د نړیوالو غبرګونونو په دوام کښې د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخاروا پوښتنه وکړه ایا تل اویو د اټومي وسلو په لرلو اعتراف کړی دی؟

هغې نن وویل په اسرائیلو کښې د اټومي وسلو په هکله څرګندونې د اسرائیلو د اټومي وسلو د سلاکوټ په هکله ډيرې پوښتنې رامینځته کوي.

زاخاروا وویل نړیوالې موسسې چیرته دي چې مونږ په اسرائیلو کښې د اټومي وسلو د شتون په هکله رسمي څرګندونې اورو؟ اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او د هغه پلټونکي چیرته دي؟»

د صهیونیسټ رژیم د میراث وزیر« عمیخاي الیاهو» په تیرې دوشنبې ورځ په یوې ټيلي ویژنې وینا کښې وویل په غزې باندې د اټومي بم غورځول یوه لاره چاره ده.

د بنیامین نتانیاهو د کابینې دغه وزیر د صهیونیسټ رژيم دوهم حکومتي چارواکی دی چې په تیرو څو ورځو کښې یې په غزې تړانګې باندې د اټومي بمباریو غوښتنه کړي ده.