د ډاینوسارانو د نسل د ختمیدا وجه معلومه شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141354-د_ډاینوسارانو_د_نسل_د_ختمیدا_وجه_معلومه_شوي_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ځمکې له کرې څخه د ډاینوسار ځناورو د ختمیدا احتمالي وجه بالاخره څرګنده شوي ده.
(last modified 2023-11-11T04:02:12+00:00 )
Nov 11, 2023 08:24 Asia/Kabul
  • د ډاینوسارانو د نسل د ختمیدا وجه معلومه شوي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ځمکې له کرې څخه د ډاینوسار ځناورو د ختمیدا احتمالي وجه بالاخره څرګنده شوي ده.

ټولو ته پته شته چې زمونږ د ځمکې په دغه کرې باندې میلیونونو کلونو مخکې ډاینوسار ځناور وسیدل چې وروسته یې نسل ختم شو.

تراوسه پورې ډیرې پوښتنې مطرح کیدلاې چې اخر داسې کومه پیښه رامینځته شوي وه چې د ډاینوسار په شان دومره غټ ځناور بیخ ختم شول او نسل یې له مینځه لاړ.؟

د بیلجیم هیواد ساینس پوهانو اوس د دغه پوښتنې حتمي ځواب موندلی دی.

د امریکا د نیوزیک اونیزې د راپور پراساس  په نیچر ساینس نومې یوې مجلې کښې په یوه تحقیقاتي راپور کښې ویل شوي دي چې شپږ کروړه او شپیته لکه کاله مخکې په ځمکې کرې باندې یو ډیر لوی شهاب ثاقب غورځیدلی و چې له کبله یې دومره تباهۍ رامینځته شوي وه چې د ځمکې په کرې کښې  پینځه اویا فیصده ژوند ختم شوی و.

د بیلجیم هیواد د رائیل ابزرویټري د محققانو له لورې دغه پیښې ته د چیکسولوب(Chicxulub) پیښې نوم ورکړل شوی دی.

په دغه پیښې کښې له ځمکې سره د ټکر خوړونکي شهاب ثاقب قطر اوه نیم میله یعني تقریبا دولس کلومیټره و او دغه شهاب ثاقب په یوه ساعت کښې په اوه زره میله یعنی تقریبا درې څلویښت زره او څلورسوه دوه پنځوس کلومیټره ګړندوالي سره له ځمکې سره جنګیدلی و.

د دغه شهاب ثاقب له ځمکې سره د ټکریدا له کبله په ځمکه کښې یوسل څلرویشت میله یعني دوه سوه کلومیټره پلنه کنده رامینځته شوي وه.

د دغه شهاب ثاقب د غورځیدا په وجه په ځمکې کرې او سمندر کښې پینځه اویا فیصده مخلوقات او ژوند شیان ختم شوي وو.

په ځمکې کرې باندې شنه بوټي هم ختم شوي وو.

د دغه شهاب ثاقب د ټکریدا له کبله له ځمکې د ګرد وغبار لوږي پورته شول چې د ځمکې اکثره سترې حصې یې پټې  کړې.

دغو لوږیو تر پینځلس کلونو پورې په ځمکې سیوری غوړولی و چې له کبله یې د ځمکې د تودوخي درجه پینځلس ډګري سیني ګریډه  کمه شوي وه.

ځمکې ته د لمر سترګې د وړانګو د نه رسیدا  او د تودوخي د درجې د غورځیدا له کبله په ځمکه کښې د شنو بوټو راټوکیدل بند شوي وو او پاتې اکثره ځناور هم ووژل شول.