د نړۍ تر ټولو لوی غوايي نندرې ته وړاندی شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141640-د_نړۍ_تر_ټولو_لوی_غوايي_نندرې_ته_وړاندی_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی په انګلستان کښې دیارلس کلن غوايي همدا اوس د دنیا د ترټولو دنګ او زیات وزن لرونکي غوايي مقام ګټلی دی.
(last modified 2023-11-16T04:52:54+00:00 )
Nov 16, 2023 09:20 Asia/Kabul
  • د نړۍ تر ټولو لوی غوايي نندرې ته وړاندی شو

زمونږ خبریال راپور راکړی په انګلستان کښې دیارلس کلن غوايي همدا اوس د دنیا د ترټولو دنګ او زیات وزن لرونکي غوايي مقام ګټلی دی.

دغه غوايي شپږ فټه یو اینچ دنګ دی او دغه غوايي چې «ټامي» نومیږي همدا اوس د انګلستان په چیشایر سیمه کښې له «بیلاو وینډر» کورنۍ سره یوځاې وسیږي.

د انګلستان دغه کورنۍ نوموړی غوايي چې د یوې ورځې و په لس سټرلینګ پاونډه اخیستی  و او اوس د هغه بیه ډیره زیاته شوي ده.

د بریتانیا ښاریز بیلاو وینډر دغه غوايي د یوې شتمنۍ پرځاې د خپل خاندان د یوه غړي په توګه ګڼي ځکه خو یې د خرڅولو لپاره تیار نه دی.

د څارویو د « براوان سوئیس» په نوم دغه نسل په عام ډول د شیدو ورکونکو له غواګانو څخه لږ شان غټ وي خو دغه نسل متوسط نسل کیږي.

خو ټامي غوايي له ټولو څخه مختلف دی.

د یوه براوان سوئیس غوايي عام وزن له دیارلس سوه څخه تر څوارلس سوه پاونډو پورې وي او کله نه کله  تر دوه زره پونډو پورې هم رسیږي.

د ټامي غواي وزن کابو درې زره پونډه دی چې له خپل نسل څخه زیات وزن لري.