د فرانسې ولسمشر ولې د پاخه عمر ښځې سره واده وکړ؟
زمونږ خبریال راپور راکړی د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د هغې میرمنې بریګیټ مکرون د خوښې واده کړی و او هغه وخت د دوې د عمر ترمینځ کافي واټن و.
رسنیو وویل چې میرمن بریګیټ مکرون ته خپلې لورې لارینس ویلي وو چې زمونږ په کیتهولیک ښوونځي کښې د امانوئل مکرون په نوم یو هلک تر ټولو ذهین کس دی او بریګیت مکرون بیا له دغه هلک سره د ملاویدا لپاره دغه ښوونځي ته ورغلي وه.
د میرمن بریګیټ مکرون لور «لارینس» او امانوئل مکرون نه یوازې په یوه ښوونځي کښې درس وایه بلکې دوې هم عمره وو او خلکو داسې فکر کاوه چې د دوې ترمینځ دوستۍ شته خو مخکې کم عمره امانوئل مکرون د خپل عمر لرونکي انجلۍ له مور بریګیټ مکرون سره واده وکړ.
همدا اوس د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون عمر پینځه څلویښت او د هغې د میرمنې عمر بریګیټ مکرون عمر اویا کاله دی.
د رسنیو د راپور پراساس له امانوئل مکرون سره د بریګیټ مکرون لومړنۍ کتنه په ښوونځي کښې شوي وه او هغه وخت بریګیټ مکرون معلمه وه او د هغې عمر نهه دیرش کاله او د امانوئل مکرون عمر هم پینځلس کاله و.
د امانوئل مکرون مور او پلار اول داسې فکر کاوه چې د دوې زوي د ښوونځي د معلمې له لورې سره دوستۍ شوي ده خو وروسته چې حقیقت معلوم شو نو دوې خپل زوی د پاریس بورډنګ اسکول ته واستوه.
په دې هکله میرمن بریګیټ مکرون په یوې مرکې کښې د خپل واده په هکله خبرې وکړې او ویې ویل چې له امانوئل مکرون سره چې له ما څلرویشت کاله کوچنی و څرنګه جنسي اړیکې جوړې شوې.
بریګیټ مکرون وویل کله چې امانوئل مکرون پاریس ته لاړ نو ما له ځان سره وویل چې هغه به د خپل عمر له یوې انجلۍ سره مینه وکړي خو داسې ونشول.
رسنیو وویل په دغه وخت کښې هم د امانوئل مکرون او د بریګیت مکرون ترمینځ اړیکه ټینګه وه او په دوه زره اوم میلادي کال کښې د دوې واده وشو او هغه وخت د میرمن بریګیټ مکرون درې بچیان هم وو.
په دې هکله میرمن بریګیټ مکرون وویل زما بچیان زمونږ په واده کښې خنډ وو چې له کبله یې امانوئل مکرون لس کاله د واده لپاره انتظار وکړ.
هغې وویل ما له امانوئل مکرون څخه وخت وغوښت چې د واده اغیز زمونږ د بچیانو په ژوند پرې نه وځي.
د ویلو ده چې د بریګیټ مکرون لومړنی واده په شلو کلونو کښې شوی و چې درې بچیان یې هم شوي وو.
خو له امانوئل مکرون سره د بریګیټ مکرون د واده په وخت د هغې عمر څلورپنځوس کاله و او د امانوئل عمر هم دیرش کاله و.
د ویلو ده چې امانوئل مکرون په دوه زره اولسم میلادي کال کښې د فرانسې د ولسمشرۍ په انتخاباتو بریالی شوی و او هغه په نهه دیرش کلنۍ کښې د فرانسې ولسمشر جوړ شوی و چې د هیواد تر ټولو کم عمر لرونکی ولسمشر هم ګڼل کیږي.