Nov 20, 2023 09:37 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوال کپ آسټریلیا وګټه

د دې سیالۍ پچه آسټریلیا ګټلې وه او غوره یې وبلله چې اول میدان ته ووځي او هندي لوبغاړي لومړی بیټنګ وکړي.

د نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کښې، چې پرون د هند د احمدآباد کښې په نریندر مودي لوبغالي کښې د هند او آسټریلیا ترمنځ وشوه، آسټریلیا وتوانېد چې په ۶ ویکټو هند ته ماتې ورکړي.

دا له کله چې د کرکټ د پنځوس اوره جام نړیوالې سیالۍ پیل شوي، شپږم ځل دی چې آسټریلیا پایلوبه ګټي او اتلولي خپلوي. هیڅ لوبډلې شپږ ځلې نړیوال جام نه دی ګټلی.

د دې سیالۍ پچه آسټریلیا ګټلې وه او غوره یې وبلله چې اول میدان ته ووځي او هندي لوبغاړي لومړی بیټنګ وکړي.

د هند پیلګر لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل یوازې ویرات کوهلي او کې ایل راهول تر پنځوسو ډېرې منډې وکړې. د هند کپتان روهیت شرما په ۴۷ منډو او د سر بل لوبغاړی شوبمن ګېل یې یوازې په څلورو منډو وسوځېدل. درېیم لوبغاړی یې شرییاس هم یوازې په څلورو منډو وسوځېد. یوازې ویرات کوهلي ته هیله وه که نوموړی په تصادفي ډول نه وای سوځېدلی ممکن آسټریلیا ته یې لوړ هدف ټاکلی وای.

له همدې کبله هندې لوبغاړو آسټریلیا ته ۲۴۱ منډې هدف وټاکه چې دا په دې نړیوال جام کې د هندي لوبډلې له لوري تر ټولو ټیټ هدف و.

خو د آسټریلیا لپاره ترافیس هیډ، چې د پایلوبې غوره لوبغاړی هم شو، په ۱۲۰ بالونو ۱۳۷ منډې وکړې.

په پایلوبه کې د آسټریلیا فیلډینګ خورا اوڅاره و خو د آسټریلیا د فیلډینګ پرتله هندي لوبغاړو ښه فیلډینګ نه کاوه.

په دې جام کې، چې هند یې کوربه و، ۶۴۴ شپږیزې او ۲۲۳۹ څلوریزې ووهل شوې.

تر ټولو ډېرې منډې ویرات کوهلې جوړې کړې. د ویرات کوهلي له ۷۶۵ منډو وروسته ډېرې منډې بل هندي لوبغاړي روهیت شرما کړي چې ۵۹۷ وې.

په باولینګ کې هم تر ټولو ډېر ویکټونه د هند محمد شامي اخیستي دي. د محمد شامي له ۲۴ ویکټونو وروسته د آسټریلیا اډم زمپا ۲۳ لوبغاړي سوځولي دي.

تر ټولو کمې ماتې هم هند وخوړلې. هند یوازې پایلوبه وبایله نورې ټولې سیالۍ یې ګټلي دي.

د دې جام سیالۍ د اکتوبر په پنځمه پیل شوې وې. افغانستان یو له لسو ټیمونو څخه و چې د غوراوي په مسابقو کې تر بري وروسته یې دې جام ته لاره موندلې وه.

په دې جام کې څلورو بریو افغانستان ته په بل نړیوال پنځوس اوره جام کې د ګډون لاره په اټومات ډول پرانیسته.

 

ټیګونه