فلسطین کښې د ۲۱ پیړۍ حقیقي هولوکاسټ رامینځته شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141834-فلسطین_کښې_د_۲۱_پیړۍ_حقیقي_هولوکاسټ_رامینځته_شو
په ایران کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» استازي وویل: د یوویشتمې پيړۍ حقیقي هولوکاسټ په فلسطین کښې روان دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Nov 20, 2023 07:32 Asia/Kabul
  • فلسطین کښې د ۲۱ پیړۍ حقیقي هولوکاسټ رامینځته شو

په ایران کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» استازي وویل: د یوویشتمې پيړۍ حقیقي هولوکاسټ په فلسطین کښې روان دی.

ایران کښې د حماس استازي خالد قدومي له طوفان الاقصی عملیاتو د ملاتړ په صهیونیسټي ضده تجمع کښې چې د آذربایجان ولایت د ارومیه ښار په امام حسین علیه السلام نومې جومات کښې ترسره شوه، وویل: د غزې خلک مظلوم دي خو مقتدر دي او د اکتوبر له ۷ نیټې څخه د صهیونیسټي رژيم نابودي او د مستضعفینو بریا شروع شوه او باید دغه ورځ د امام حسین علیه السلام د ولس او نیکمرغۍ په نامه ونوموله شي.

خالد قدومي زیاته کړه: امریکا په سیمه کښې له خپلې ماتې او هلته یې د ځواکونو له یوازې پاتې کیدو وروسته، یوازنۍ چاره، د دفلسطینیانو قتل عام ویني او نن بنیامین نتانیاهو د لویدیځو هیوادونو په ملګرتیا سره چې له صهیونیسټي رژیم سره د وسلو او نوره مرسته کوي، مسلمانان قتلِ عام کوي.

د حماس استازي څرګنده کړه: په غزه کښې ماشومان او ښځې قتلِ عام کیږي، جوماتونه او کلیساوې ورانیږي او په روغتونونو بمبارۍ کیږي او د انسانانو ډیره سخته او غمیزه ناکه وژله روانه ده.

په دغو دستورو کښې د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وحید جلال زاده هم، دې ټکي ته په اشارې سره چې طوفان الاقصی، په نړیوالو اړیکو کښې یو طوفان جوړ کړ، وویل: صهیونیسټي رژيم هڅه کوي چې خپله دغه شرمناکه او تاریخي ماتې د غزې تر کنډولو لاندې دفن کړي خو هیڅکله به کامیاب نه شي او حماس نړیوال استکبار ته داسې ګوذار ورکړی چې اوس د رغیدو نه دی.

هغه زیاته کړه چې هیڅوک د فلسطین د خلکو او ماشومانو قتل عام ته بې غوره نه شي پاتې کیدې او د دنیا ټول خلک باید د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې خپل دریځونه څرګند کړي.