په غزې کې دعامو خلکو وژلې بې مخینې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142034-په_غزې_کې_دعامو_خلکو_وژلې_بې_مخینې_دي
د ملګروملتو سرمنشي چې په تیرې کابو یوه نیمه میاشت کې ئې یوازې افسوس کړی دی ، دې ځل ئې هم ووئيل، په غزې کې دعامو خلکو وژلې له هغه مهاله چې سرمنشي شوی یم ، بې مخینې دي.
(last modified 2023-11-24T03:24:26+00:00 )
Nov 24, 2023 03:52 Asia/Kabul
  • په غزې کې دعامو خلکو وژلې بې مخینې دي

د ملګروملتو سرمنشي چې په تیرې کابو یوه نیمه میاشت کې ئې یوازې افسوس کړی دی ، دې ځل ئې هم ووئيل، په غزې کې دعامو خلکو وژلې له هغه مهاله چې سرمنشي شوی یم ، بې مخینې دي.

سی جي ټي این  راپور ورکړ، د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  ووئیل، هغه څه چې  واضح دي ، دادی چې په زرګونو ماشومان یوازې په څو اونیو کې  ووژل شول .له دې امله  دا موضوع مهمه  ده،مونږ دعامو خلکو د قتل عام شاهدان یوو چې په نښتو کې،له هغه مهاله چې د ملګروملتو سرمنشي شوی یم  بې  مخینې او نه هیریدونکي دي .

د اسرائيلو وحشيتوب او جنایتونو د نړیوالو سخته کرکه اوغوسه راپارولې ده،البته د ملګروملتو چارواکي د امریکا له سیاستونو څخه د ملاتړ په لړکې هماغه شان یوازې په افسوس بسنه کوي.  

د ا کتوبر له اومې نیټې تر دې د مه په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي  رژيم د څاروي ډوله پوځ د حملو په نتیجې کې څه دپاسه څوارلس زره اته سوه بې ګناه  ماشومان ،ښځې او بوډاګان او عام خلک شهیدان شوي او کابو شپږ دیرش زره نور ټپیان شوي دي  چې کابو اویا فیصدي برخه ئې ماشومان او ښځې دي،خو بیا هم  دملګروملتو لوړپوړي چارواکي یوازې افسوس باندې بسنه کوي .