امریکا او فیلیپین ته د چین خبرداری
(last modified Fri, 24 Nov 2023 11:35:30 GMT )
Nov 24, 2023 16:05 Asia/Kabul
  • امریکا او فیلیپین ته د چین خبرداری

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ، امريکا او فليپين ته د چين پر ځمکنۍ حاکميت د تېري په تړاو خبرداری ورکړی.

په عین حال کې د امریکا او فیلیپین د تمریناتو پرمهال، د چین پوځ هم د تیارسۍ په حال کې وو. د دغه تمرين په اړه د چين حساسيت، د چين په سویلي سمندرګي کې له فليپين سره د ځمکنيو او سرحدي شخړو له امله دی، چې د اوبو دغه سيمه په وروستيو مياشتو کې د چين او فليپين د پوځي کښتيو ترمنځ د مخامخ کېدو شاهده هم وه. له همدې امله، امريکا هڅه کوي چې د سویلي چين په سمندر کې، د چين او فليپين تر منځ له لانجو څخه په استفادې، د بېجينګ او مانيل ترمنځ په اړيکو کې ګړکېچ زیات کړي.  

امريکا هڅه کوي چې له فليپين سره خپلې پوځي اړيکې زياتې کړي، ځکه چې د فليپين د پخواني ولسمشر په دوره کې، له چين سره د اړيکو د پراختيا لپاره د هغه د لېوالتیا له امله، د امريکا او مانيل ترمنځ پوځي همکاري يو څه کمه شوې وه.

د نړيوالو چارو کارپوه "لي سو های جوا" په دې اړه وايي

 "چين په دې وروستيو کلونو کې د سيمه ايزو اختلافونو د مخنيوي لپاره ډېرې هڅې کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې اغېزمنې نه کړي او په فليپين کې د دوترته د ولسمشرۍ په دوره کې هم اغېزمن وو، خو په اوسنۍ موده کې د واشنګټن پر لور د مانيل لېوالتیا، د امريکا د چين ضد سياستونو له امله، د چين او فليپين اړيکې اغېزمنې شوي دي.

بېجينګ تل واشنګټن او مانيل ته د چين د ځمکنۍ حاکميت او سمندري حقونو په اړه خپل دريځونه اعلان کړي او باور لري چې د امريکا او فليپين په تمرينونو کې بايد د چين پر ځمکنۍ حاکميت او سمندري حقونو تیری ونه شي.

د فیلیپین د پوځ د بیانیې له مخې، د امریکا او فیلیپین ګډ مانور، د دې هېواد شمالي ولایت باتانس ته نږدې او له تایوان څخه 200 کیلومتره لرې ترسره کېږي. د سویلي چین سمندرګي له هېوادونو څخه د مرستې غوښتلو لپاره د امریکا زیاتېدونکي هڅې، په تېره بیا د فلیپین په څېر هېوادونه، چې له چین سره د بېجینګ پر ضد ځمکنۍ شخړې لري، د دې لامل شوي، چې چین د خپل دریځ د ټینګولو لپاره، له روسیې سره اړیکې پراخې کړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم په دې وروستيو کې پر دې ټينګار کړی چې د مسکو او بېجينګ ترمنځ اړيکې بې ساري کچې ته رسېدلي دي، په داسې حال کې چې لويې ګډې پروژې تر کار لاندې دي، له دې څخه څرګندېږي چې چين او روسيه د خپلمنځي همکارۍ پياوړتيا او د یوې ستراتیژۍ په اړه په ځانګړې توګه، د امریکا پر وړاندې ګډ تفاهم ته رسېدلي دي.

د نړيوالو چارو کارپوه لي هايډونګ په دې اړه وايي:

"هغه اختلافاتو ته په پام سره چې مخکې د چین او روسیې تر منځ موجود وو، امریکا او لوېدیځ دا تصور نه کاوه، چې بیجینګ او مسکو به په دې توګه د لوېدیځ پر وړاندې د اړیکو د لا ژورولو په لور حرکت وکړي. دغه وضعیت  د چین په شاوخوا هېوادونو کې د پوځي ائتلافونو د رامنځته کولو لپاره، د امریکا د زیاتېدونکو هڅو یو اغېزمن لامل کېدای شي.

په هر صورت، د چين  د ولسمشر شي جين پينګ له روسيې سره د تلپاتې ښه ګاونډيتوب، هراړخيزو ستراتيژيکو تعاملاتو او متقابلو ګټورو همکاريو پر بنسټ، د اړيکو د ټينګېدو په تړاو د ګډو هڅو د دوام په اړه څرګندونې ښيي، چې دوی به هم په هېڅ صورت امريکا ته اجازه ورنه کړي چې د سیمې پر امنيتي چارو د اغېزې تر څنګ، چین دې ته اړ کړي چې د واشنګټن د پالیسیو په چوکاټ کې حرکت وکړي.

که څه هم د فيليپين ولسمشر فرديناند مارکوس په دې وروستيو کې، د چين پر وړاندې له امريکا سره د مانيل د پوځي همکارۍ د پياوړتيا د توجيه کولو لپاره، د سویلي چين سمندرګي وضعيت ناورینوونکی وباله، مګر دغه هېواد تل هڅه کړې چې د ناورین په اداره کولو سره، د سویلي چین په سمندر کې د امریکا د هر ډول کړکېچ مخه ونيسي؛ ځکه چې مانیل له چین سره د مقابلې توان نه لري او دا امریکا ده چې په سیمه کې د کړکېچ د رامنځته کولو هڅه کوي.

ټیګونه