د بوډا سړي له کولمو مچ راوویستل شو
Nov 28, 2023 09:25 Asia/Kabul
زموږ خبریال راپور راکړی د امریکا په میسوري ایالت کې د یوه درې شپېته کلن بوډا له خیټې څخه ډاکټر یو روغ رمټ مچ راوویست.
د امریکا درې شپېته کلن سړی د طبي معاینې لپاره روغتون ته لاړ او هلته ډاکټرانو د هغه په کولمو کې د یوه ژوندي مچ د موجود کېدا خبره وکړه.
د امریکا ډاکترانو وویل چې موږ تراوسه په خپل حرفه اي ژوند کې د لسګونو جراحیانو او اپریشنونو پر وخت داسې هېڅ مورد نه دی لیدل شوی او نه مو په هکله اورېدلي.
ویل کېږي چې ناروغه کس ډاکترانو ته ویلي چې څه موده مخکې یې یوه پیتزا او سلاد خوړلي وو، شاید دغه مچ په دغو خوړو کې کولمو ته تللی وي.
ټیګونه