هند کې د ژغورنې تر ټولو خطرناک عملیات بریالي شوي
هندي چارواکو او رسنیو د هغو ۴۱ تنه کارګرانو د ژوندي او سالم ژوغورلو خبر ورکړی، چې ۱۷ ورځې وړاندې د دغه هېواد په شمال اتراکنډ کې د کار پر مهال په یو تونل کې د ځمکې ښوېيدو له امله بند پاتې وو.
د باختر خبري آژانس د خبر له مخې، چارواکو ویلي، چې د ژغورنې دغه عملیات د پېښې په سیمه کې د سختو پېچلتیاوو او بند پاتې کسانو ته د لا ډېر خطر له متوجه کېدو څخه د مخنیوي لپاره ټکني شول، خو عملیات یې په بریالي ډول ترسره او ټول ۴۱ بندپاتې کسان یې سلامت ژغورلي دي.
دغه راز روغتیايي چارواکو ویلي، چې سیمه کې د پېښې ځای ته نږدې روغتیایي کلینیک هم فعاله کړی، چې د کارګرانو روغتیایي حالت چک کړي.
دغلته ګمارل شوي روغتیاي ټیم د ټولو کارګرانو د ډاډمن روغتیایي حالت ډاډ ورکړی دی.
د کارګرانو کورنیو، خپلوانو، هندي چارواکو او دغه راز د هند اوسېدونکو د دغو بریالیو عملیاتو له امله خوښي ښودلې، له ژغورونکې ډلې څخه یې مننه کړې او دا یې د هېواد په تاریخ کې د ژغورنې تاریخي عملیات بللي دي.