د ترکیي ښځې خپل خاوند له بالکوني وغورځوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142348-د_ترکیي_ښځې_خپل_خاوند_له_بالکوني_وغورځوه
زمونږ خبریال راپور راکړی په ترکیې کښې یوې میرمنې خپل خاوند چې له نورو ښځو سره یې غیر اخلاقي جنسي اړیکې لرلې د خپل کور له بالکونې څخه لاندې وغورځوه او بیا یې د چاقووانو په ګوزارونو سره د وژلو هڅه وکړه.
(last modified 2023-11-29T06:51:29+00:00 )
Nov 29, 2023 11:17 Asia/Kabul
  • د ترکیي ښځې خپل خاوند له بالکوني وغورځوه

زمونږ خبریال راپور راکړی په ترکیې کښې یوې میرمنې خپل خاوند چې له نورو ښځو سره یې غیر اخلاقي جنسي اړیکې لرلې د خپل کور له بالکونې څخه لاندې وغورځوه او بیا یې د چاقووانو په ګوزارونو سره د وژلو هڅه وکړه.

دغه پیښه د ترکیې په «بورصه» سیمه کښې رامینځته شوي ده.

د کوڅې خلکو دغه سړی په ژوبل حالت کښې روغتون ته یوړه او د هغه سر ، پښې او لاسونه زیات ژوبل شوي دي خو ژوند یې له خطر څخه بهر دی.

د کوڅې خلکو وویل چې د دغه سړي او د هغې د میرمنې له کور څخه د جنګ جګړو غږونه پورته کیدل او وروسته بیا له بالکوني څخه د هغه غورځول کیدا غږ واوریدل شو.

کله چې د ترکیې د بورصه سیمې د کوڅو خلکو ولیدل نو سړی په ځمکه پروت دی او ژوبل دی.

د ویلو ده له دې وړاندې چې څوک د دغه سړي مرستې ته ورورسي ښځه یې له کور څخه راکوزه شوه او په چاقو سره یې د خپل خاوند د وژلو هڅه وکړه.

خو ګاونډیو دغه سړی له خپلې ښځې  څخه بچ کړ او پولیسو دغه پیښه ثبت کړي ده خو تراوسه یې ښځه نه ده نیولي.