ورځپاڼو ته کتنه
د تهران راډیو قدرمنو مینه والو، ورځپاڼو ته د کتنې له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. نن به هم وړومبې د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې درسره شریکې کړو
د تهران زیاتره ورځپاڼو د پوځ د سمندري ځواک د قومندانانو په ټول کښې د ټولو قواؤ د مشر قومندان د څرګندونو خبر ته پراخ انعکاس ورکړی دی. په دې لړ کښې ابرار ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ د دغې کتنې د یو انځور دپاسه د معظم رهبر له خولې په غټو ټکو لیکلي دي: د پوځ سمندري ځواک، د نظام او هیواد ظرفیت.
د خبر په تفصیل کښې راغلي دي: د اسلامي انقلاب ستر لارښود پرون د ایران د پوځ دسمندري ځواک د ملي ورځې په مناسبت د هیواد د پوځ د سمندري ځواک له قوماندانانو او مسئولانو سره په کتنې کښې، په سمندري ځواک کښې ډېرو ظرفیّتونو په تېره بیا د سمندر له لارې د اقتصادي سیاستونو له اجرا سره د مرستې لپاره د دغه ځواک ظرفیت ته په اشارې سره، د هېواد او اسلامي نظام د اقتدار د زیاتېدا په خاطر د نوو ظرفیتونو د کشفولو پر ضرورت ټينګار وکړ.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي انقلاب له هماغه پیله تر دې دمه د پوځ د سمندري ځواک پرمختګونه اوڅاره او ډېر لوړ وبلل او ويې ويل: د اسلامي انقلاب په وړومبنیو کلونو کښې د ایران له سمندري حدودو ورتیر د هېواد د سمندري ځواک شتون، د تصور وړ نه و، خو اوس د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ سمندري ځواک د دنیا په درستو سمندرونو کې په قدرت او شجاعت سره ۳۶۰ درجې سفرونه کوي او په سرلوړۍ سره بیرته خپل ټاټوبي ته راستنېږي.
ورځپاڼې لیکلي چې دوی وویل، یوه ورځ چا دا تصور نه شو کولی چې د پوځ سمندري ځواک به په کسپین سمندرګي کې شتون ولري، خو اوس د کیسپين سمندرګي په سواحلو کې جنګي بېړۍ جوړېږي او په اقتدار سره په دغه سمندر کښې اوردریږي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود په پاې کښې وفرمایل؛ باید هڅه وشي چې د ایران د پوځ سمندري ځواک په جامع ډول یو سټراټژيک ځواک وګرځي.
*/*/*/*
له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د روغتیا د نړیوال سازمان له قوله لیکلي د ناروغۍ له امله دي: د غزې د خلکو د مړینې خطر، له بمباریو زیات دی.
د ورځپاڼې د وړومبي مخ د دغه مهم سرټکي لاندې په چاپ شویو برخو کښې لولو: زرګونه فلسطینیان په غزه کښې د خپلو کورونو د کنډولو دپاسه اوسیږي.
د فلسطین له ولسه په ملاتړ کښې د نړیوالو لاریونونو دوام ته د حماس بلنه.
له بلې خوا د فلسطین ملاتړو د سپينۍ ماڼۍ مخې ته لوږتړ وکړ.
جمهوري اسلامي همداشان د رویټرز خبري آژانس په حواله لیکلي چې په دوحه کښې د موساد او سي، آيي، ای مشرانو او همداشان د مصر استازي او د قطر چارواکو، په غزه کښې د اوربند د غزیدو په هکله یوه غونډه ترسره کړه.
او د غزې په اړه د دې ورځپاڼې بل خبر دا چې په غزه کښې یو نوزیږی فلسطیني ماشوم چې تر کنډولو لاندې ګیر شوی و، ۳۷ ورځې پس ژوندی رااویستل شو.
*
د تهران «مردم سالاري» نومې ورځپاڼې بیا د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د مشر له خولې لیکلي دي: تهران ایټم بم نه لري.
ورخپاڼه زیاتوي چې رافائل ګروسي د ایران د ایټمي پورګرام په هکله ویره لري.
د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس عمومي رییس په یوه مرکه کښې د ایران د ایټمي پروګرام د پرمختګ په اړه د پوښتنو ځوابونه ورکړل.
ورکړ "رافایل ګروسي" له فرانس 24 چینل سره په مرکه کښې د ایران له خوا د غني شویو یورانیمو د زیرمو په اړه په دې خبرې سره چې "ایران اټومي وسلې نه لري"، مدعي شو چې ایران ځینې داسې توانمنۍ لري چې اندیښمنونکې دي.
ورځپاڼه لیکي: د ایران چارواکو ټینګار کړی چې د ایران په دفاعي پروګرام کښې د ایټمي وسلو د تولید او استعمال لپاره هیڅ ځاې نشته او ماهیت یې یوازې صلحه ایز دی. */*/*/*
اوس به د کیهان ورځپاڼې د ځینو بهرنیو خبرونو لنډیز رواخلو چې په دا ډول دي:
د پاکستان محکمې په داسې حال کښې چې تیره اونۍ یې په جیل کښې د عمران خان محاکمه، غیرقانوني اعلان کړې وه، پرون یې په زندان کښې د دغې محکمې د ترسره کدیو حکم صادر کړ.
شمالي کوریا خپل پوځیان، له جنوبي کوریا سره د موافقې د ځنډیدو له امله د دغه هیواد د پولو په لور واستول.
د هغه څه په اړه د صهیونیسټي رژیم د جنګ د وزیر له لافو څو ساعته وروسته چې په شمالي محاذ کښې یې د دغه رژیم د «ښه حالت» او له جبهې څخه د «حزب الله د شاتګ» په اړه کړې وې، عبري ژبو رسنیو د دغه لافې وهونکي وزیر په کیسې جوړونې باندې نیوکې شروع کړې. یدیعوت آحارانوت ولیکل: هیڅ اسرائیلي په دې خبرو باور نه دی کړی.
په مسلمانانو باندې د توکمپاله بریدونو په دوام کښې امریکايي رسنیو د فلوریډا ایالت په یو هوايي ډګر کښې د یوې مسلمانې میرمنې د ځورول کیدو ویډیو خپره کړه.
کیهان همداشان لیکلي چې «اکانومیسټ» نشریې په یو رپورټ کښې، له یوکرین سره د امریکې د مرستو سخت کمي او د ځینو اروپآيي هیوادونو له خوا په دغه هیواد باندې د مرستو بیخي بندیدو ته په اشارې سره، د کي یف نوی دښمن، له جنګ څخه په لویدیځ کښې د هغه د انډیوالانو ستوماني بللې ده.
له بلې خوا رپورټونه وايي چې کرسمس ته څه کم یوه میاشت پاتې ده خو لږترلږه دریمه برخه انګلستاني کورنۍ د بدو اقتصادي حالاتو، د بیو د پریمانه زیاتیدو او د ژوند د لګښتونو د کړکیچ په وجه د کال په پاې کښې د دغه جشن او کورنیو میلمستیاؤ د خرچ د پوره کولو توان نه لري.
*/*/*/*/
د افغانستان مطبوعات
د ډیلي مسیر په ویب سایټ کښې لولو چې په خوست کښې لسګونه ځوانانو ته د حرفوي زده کړو پروګرام پیل شو
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري په خوست ولايت کې لسګونه ځوانانو ته د نورو حرفوي زده کړو تر څنګ د موبايلونو د ترميم پروګرام پيل شوی، چې اوس مهال پکې ګڼ شمېر ځوانان د موبايل جوړونې په مسلک کې بوخت دي. دې ادارې د یوې خبر پانې په خپرولو سره ويلي، چې دوی او افغان ځواکمنتيا ټولنه په ګډه له خوستي ځوانانو سره د بې روزګارۍ په له منځه وړلو کې مرسته کوي او هڅه کوي چې د حرفوي زده کړو زمينه ورته برابره کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د موبايل د ترميم پروګرام د خوست د مرکز په اړوند قلموال مېنه سیمه کې پيل شوی او ګڼو ځوانانو ته پکې اړوند وسايل هم ورکړل شوي دي.
او
د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د اوبو رسولو ۶ شبکې جوړېږي
د ننګرهار ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو ۶ شبکې جوړوي او شاوخوا ۱۵۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دوی په دور بابا ولسوالۍ کې دغه د پاکو اوبو رسولو شپږ پروژې بشپړوي، چې د يادې ولسوالۍ په لوی راغه، شګۍ، اوبلن، پړانګ درې، غوړکي او قصابه سیمو کې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سرپرست حکومت تر واکمنېدو ورسته د هیواد په ټولو ولایتونو کې ورته پروژې او رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي.