د ویټنام هیواد میرمنه پنځوس کاله په اوبو ژوندۍ ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142490-د_ویټنام_هیواد_میرمنه_پنځوس_کاله_په_اوبو_ژوندۍ_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ویټنام هیواد پينځه اویا کلنې میرمنې ادعا کړي ده چې دې له تیرو پنځوسو(۵۰) کلونو راهسې یوازې د اوبو او د جوسونو په څښلو سره ژوندۍ ده او دې هیڅ ډول ډوډۍ نه خوري.
(last modified 2023-12-02T05:13:35+00:00 )
Dec 02, 2023 09:38 Asia/Kabul
  • د ویټنام هیواد میرمنه پنځوس کاله په اوبو ژوندۍ ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ویټنام هیواد پينځه اویا کلنې میرمنې ادعا کړي ده چې دې له تیرو پنځوسو(۵۰) کلونو راهسې یوازې د اوبو او د جوسونو په څښلو سره ژوندۍ ده او دې هیڅ ډول ډوډۍ نه خوري.

د ویټنام دغه ښځې وویل چې ما  له تیرو پنځوسو کلونو راهسې هیڅ ډول ډوډۍ نه ده خوړلي او زه یوازې په اوبو او د جوسونو په څښلو باندې ګوزاره کوم او ژوندۍ یم.

د ویټنام  دغه ښځه چې «بوئیتهي لوني» نومیږي د ویټنام د «بنهی» ولایت د «لوس کنن کمیون »سیمې وسیدونکي ده.

د عمر له پلوه د هغې جسمي حالت ډير ښه دی او وجه یې هم د هغې خوراک دی چې ډير حیرانونکی او عجیبه دی.

د ویټنام دغه پینځه اویا کلنې میرمنې وویل زما په ژوند کښې دا هر څه په نولس سوه درې شپيتم میلادي کال کښې  هغه وخت پیل شول کله چې په ما باندې هغه وخت چې د ویټنام په جنګ کښې د ژوبلو پوځیانو د درملنې لپاره غره ته تللي وم له اسمانه   تندر راپریوت.

د ویټنام دغه میرمنه زیاتوي په ما باندې له اسمان  څخه د تندر له راپرویتو وروسته زه بې هوشه شوي وم خو مړه شوي نه وم او بچ پاتې شوم.

هغه وايي له دغه  تندر پریوتو وروسته زه د پخوا په شان نه وم   او کله چې له بې هوشې څخه هوش ته راغلم نو ما څو ورځې هیڅ ډوډۍ ونه خوړله او له دې وروسته زما دوستانو ما ته اوبه راکولې چې پکښې بوره او چیني اچول کیدله.

دغه میرمنه زیاتوي له دغه پیښې وروسته ما څو کاله هیڅ ډوډۍ او  کلک شی ونه خوړ ځکه چې زما کورنۍ او دوستانو د ډوډۍ په نه خوړلو ټینګار کاوه.

هغې وویل خو اوس زه د ډوډۍ خوړلو هیڅ خواهش نه لرم  او ما له نولس سوه اویایم میلادي کال څخه د ډوډۍ خوړل پریښودل او یوازې مو د اوبو او د شربتونو څښلو ته مخه کړي ده.

د ویلو ده چې د ویټنام د دغه میرمنې یخچال او فریزر له اوبو او له شربتونو څخه ډک دي.