افغانستان کښې د مرستو د ویش په څرنګوالي نیوکه وشوه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د اروپا په پارلمان کښې د ایرلینډ استازي په فلسطین او افغانستان کښې د نړیوالو مرستو په ویش کښې د اروپايي اتحادیې په سیاستونو نیوکه وکړه.
د اروپا د پارلمان د ایرلینډ استازي میرمن کلیر ډالي(Clare Daly) د نړیوالو مرستو په ویش کښې د اروپايي اتحادیې په سیاستونو باندې نیوکې سره وویل د اروپايي اتحادیې بشردوستانه مرستې باید زیاتې شي.
هغې وویل مونږ دغه خبره د اروپايي اتحادیې د کمیسیون په راپورونو کښې وینو چې د فلسطین او د افغانستان له خلکو سره هغه وخت چې مرستو ته زیات ضرورت لري د مرستو کولو مخنیوی کیږي.
کلیر ډالي(Clare Daly) د افغانستان د خلکو د خرابو شرایطو په هکله د اروپا د پارلمان په غونډې کښې وویل د افغانستان په وروستیو زلزلو کښې کابو درې زره کسان وژل شوي خو حتی په ورځپاڼو کښې یې خبر خپور نشو.
هغې وویل د افغانستان څه د پاسه یومیلیون مهاجرین پرته له دې چې د تلو لپاره ځاې ولري له پاکستان څخه د ایستل کیدا په حال کښې دي.
د ایرلینډ استازي کلیر ډالي په دوام کښې وویل د افغانستان خلک له مرګوني ساړه موسم سره مخامخ دي او د خواړو د نړیوال پروګرام له څلور سوه میلیونه ډالرو بودجې څخه دوې ته هیڅ نه رسیږي.
د یوې اسلامي مرستندویه موسسې د راپور پراساس چې په تیرې چهارشنبې ورځې خپور شوی و وايي چې د پاکستان په شمول له ګاونډیو هیوادونو د افغانستان د کډوالو د ایستلو په کړکیچ کښې ملګروملتونو د پناه غواړو لپاره یوازې کابو پینځلس فیصده مرستې بیلې کړي دي.