فیپلین کښې بم چاودنې څلور کسان وژلي
Dec 03, 2023 13:18 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د فیلپین ولسمشر فیرنانډ مارکوس جی ار( Ferdinand Marcos Jr) په هیواد کښې ننۍ بم چاودنه وغندله او تور یې په خارجي ترهګرو ولګاوه.
د ویلو ده چې نن سهار د فیلپین په جنوب کښې په «مراوي» سیمه کښې چې په دوه زره اولسم میلادي کال کښې وسله والو ترهګرو کلابند کړي وه په یونیورسټي جیمنیزم کښې په کاتولیک مذهبي دستورو کښې په بم چاودنې کښې کابو څلور کسان وژل شوي او کابو پنځوس نور ژوبل شوي دي.
د فیلپین ولسمشر فیرنانډ مارکوس وویل زه دغه ناوړه او شرمونکی حرکت چې خارجي ترهګرو کړی دی په کلکه غندم.
هغه وویل هغه ترهګر چې د بې ګناه خلکو پرضد تاوتریخوالی ترسره کوي تل زمونږ د ټولنې د دښمانانو په توه وګڼل شي.
ټیګونه