د امریکا ځینې خلک هولوکاسټ افسانه ګڼي
Dec 09, 2023 11:51 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په امریکا کښې د یوې نظر سنجې نتیجو وښودله له هرو پینځو امریکایانو یو تن هولوکاسټ یوه افسانه ګڼي.
د اکونومیسټ مجلې او د یوګاو موسسې نوي نظر سنجې وښودله د امریکا ځوانان تر ډیره حده د موډرن تاریخ له یوه تر ټولو ستر جنایت څخه بې خبره دي.
د امریکا کابو شل فیصده خلک چې عمرونه یې له اتلسو څخه تر نهویشتو کلونو پورې دي فکر کوي چې هولوکاسټ یوه افسانه ده.
په داسې حال کښې چې د امریکا اته فیصده خلک چې عمرونه یې له دیرشو تر څلورڅلویښتو کلونو پورې دي هولوکاسټ افسانه نه ګڼي.
د امریکا دیرش فیصده نورو کسانو وویل مونږ نه پوهیږو چې ایا هولوکاسټ افسانه ده او که نه.
ټیګونه