د اسلامي ملګرتیا سازمان د صهیونیسټانو جنایت وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142952-د_اسلامي_ملګرتیا_سازمان_د_صهیونیسټانو_جنایت_وغنده
د اسلامي ملګرتیا سازمان په لویدیځې غاړې کښې په الفارعه کیمپ کښې د صهیونیسټي رژیم جنایت وغنده
(last modified 2023-12-10T03:35:24+00:00 )
Dec 10, 2023 08:03 Asia/Kabul
  • د اسلامي ملګرتیا سازمان د صهیونیسټانو جنایت وغنده

د اسلامي ملګرتیا سازمان په لویدیځې غاړې کښې په الفارعه کیمپ کښې د صهیونیسټي رژیم جنایت وغنده

د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د تیرې جمعې په ورځ د اردن سیند د لویدیځې غاړې د شمال په الفارعه کیمپ باندې په یرغل سره، شپږ فلسطینیان په ډزو شهیدان کړل او څلور تنه یې هم زخمي کړي وو.

د القدس العربي ورځپاڼې په لیکنه، د اسلامي ملګرتیا سازمان په یوې خبرپاڼې کښې وویل: په الفارعه کیمپ کښې د صهیونیسټي رژيم جنایت، د جنګي جنایتونو او نسل وژنې دوام دی چې د قدس نیواکګر رژیم یې د نیواکي قدس په شمول د غزې په تړانګې او لویدیځې غاړې کښې یي ترسره کوي.

د اسلامي ملګرتیا سازمان په دغې بیانیې کښې نیواکګر صهیونیسټي رژیم د دغو جنایتونو د دوام ذمه وار وباله او له نړیوالې ټولنې په تیره بیا د امنیت شورا له غړو هیوادونو یې وغوښتل چې په غزه کښې د اوربند د ټینګښت لپاره په خپل مسئولیت عمل وکړي.

د غزې روغتیا وزارت هم پرون ویلي وو چې د غزې په تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیل راهیسې د شهیدانو شمیر ۱۷ زره او ۷۰۰ تنو ته رسیدلی او کابو ۴۸ زره او ۸۰۰ کسان هم زخمي شوي دي.