روسیې ، جاپان ته خبرداری ورکړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا خبرداری ورکړ: د اوکراین لپاره د پاټریاټ د هوايي دفاع سیسټم د تامینولو لپاره د جاپان اقدام به د روسیې او د جاپان لپاره جدي پایلې ولري.
د روسیې او د جاپان اړیکې تراوسه له یوشمیر چیلنجونو سره مخامخ شوي دي او د تیر میلادي کال له فرورۍ میاشتې راهسې اوکراین ته د روسیې د لسګونو عسکرو په استول کیدا سره نورې هم خرابې شوي دي.
جاپان دغه راز د روسیې پرضد د لویدیځو متحدانو له پراخو اقتصادي بایکاټونو سره یوځای شوی.
جاپان تیره اونۍ وویل چې د خپلو وسلو د صادرولو په منشور کښې له بیاکتنې وروسته اوکراین ته د پاټریاټ د هوايي دفاع د توغندیو ورکولو ته تیار دی چې دا په تیرو نهو کلونو کښې د جاپان په صادراتي محدودیتونو کښې لومړني ستر اصلاحات ګڼل کیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغه خبر ته په غبرګون کښې وویل: جاپان به په هغو وسلو باندې چې واشنګټن کولای شي هر ډول چې وغواړي له هغو استفاده وکړي خپل کنټرول له لاسه ورکړي.
هغې وویل مونږ په دغه موضوع سترګې نشو پټولای چې پاټریاټ توغندي په نهایت کښې اوکراین ته ورکړل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې خبرداری ورکړ دا ډول سناریو د روسیې پرضد شفاف دښمانه اقدامات ګڼلی شو او دغه چاره به د دوه اړخیزه اړیکو په چوکاټ کښې د جاپان لپاره سختې پایلې ولري.