بنګلدېش کې له ټاکنو وړاندې تاوتریخوالی؛ څلور تنه وژل شوي دي.
https://parstoday.ir/ps/news/world-i144336
د بنګلدېش هېواد عمومي ټاکنې چې ټاکل شوې سبا یکشنبه د جنورۍ په اوومه پیل کیږي، له وړاندې په تاوتریخوالي بدلي شوي چې له امله یې څلور تنه وژل شوي دي.
(last modified 2024-01-06T09:30:37+00:00 )
Jan 06, 2024 13:57 Asia/Kabul
  • بنګلدېش کې له ټاکنو وړاندې تاوتریخوالی؛ څلور تنه وژل شوي دي.

د بنګلدېش هېواد عمومي ټاکنې چې ټاکل شوې سبا یکشنبه د جنورۍ په اوومه پیل کیږي، له وړاندې په تاوتریخوالي بدلي شوي چې له امله یې څلور تنه وژل شوي دي.

په بنګله دیش کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اته ویشتمې نیټې څخه په لسګونه لاریونوال، پولیس او یو شمېر خبریالان د تاوتریخوالي له امله وژل شوي او یا هم ټپيان دي، خو حکومت وایي، د ولسي جرګې ټاکنو د ترسره کېدو بله هیڅ لار نلري.

د ډاکې چارواکي وایي، د قانوني خلا د رامنځته کېدو د مخنیوي په موخه د ټاکنو موده نشي ځنډولی، خو د حکومت مخالفینو له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړی او د دغه هېواد له لومړۍ وزیرې یې غوښتي چې د مؤقت حکومت د رامنځته کېدو په موخه له خپلې دندې استعفا ورکړي، ترڅو په شفاف ډول ټاکنو ته زمینه برابره شي.

په همدې حال کې د بنګله دېش چارواکي وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د تېرې جمعې په ورځ په قصدي ډول د یوه مسافر وړونکي اورګاډي د اور لګېدو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د بنګله دېش انتخابات د اپوزیسیون لخوا د بایکاټ له امله له ناکراریو سره مخامخ شوي دي.

شیخ حسینه واجد، چې اوسنۍ لومړۍ وزیره او د عوامي ګوند مشره ده، احتمال لري چې د څلورم ځل لپاره د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شي.

بنګلدېش هېواد د 170 میلیونو څخه ډیر نفوس لري په سویلي آسیا کې موقعیت لري.