د امریکا یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i144416-د_امریکا_یوې_جنګي_الوتکې_سقوط_وکړ
د امریکا په سویلي ډکوټا ایالت کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
(last modified 2024-01-08T03:22:11+00:00 )
Jan 08, 2024 03:58 Asia/Kabul
  • د امریکا یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ

د امریکا په سویلي ډکوټا ایالت کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.

د ترکیې ټي آر ټي پښتو د خبر له مخې؛ د ایلسورت هوايي ځواکونو د هډې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هوايي ځواکونو اړوند یوې بي ۱ بي  «B-1B لانسر» جنګي الوتکې  د کیناستو پر مهال سقوط کړی دی.

دا پېښه په ځايي وخت د ماښام په ۵ بجو او ۵۰ دقیقو رامنځته شوې ده.

په الوتکه کې ۴ تنو پرسونل شتون درلود، خو هېچا پکې ژوند د لاسه نه دی ورکړی.

د الوتکې د سقوط لامل معلوم نه دی او په اړه يي څېړنې پيل شوي دي.