د فلسطین ملاتړو د امریکا د ولسمشر وینا ګډه وډه کړه
فارس خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین ملاتړو اعتراض کونکو د امریکا د ولسمشر جوبایډن د انتخاباتو وینا په غزې کښې د اوربند د ملاتړ په شعارونو سره ګډه وډه کړه.
د فلسطین ملاتړو مظاهره چیانو پرون همدا اوس اوربند په شعارونو ورکولو سره د امریکا د ولسمشر جوبایډن د انتخاباتو وینا ګډه وډه کړه.
مظاهره چیانو د امریکا په ولسمشر بایډن غږ وکړ چې په غزې کښې د اوربند غوښتنه وکړي.
له تیرو دریو میاشتو راهسې چې د فلسطین پرضد د اسرائیلو د جنګ تیریږي د امریکا په بیلابیلو ښارونو کښې خلکو د اسرائیلو د جنایتونو پرضد او د فلسطین د ولس په ملاتړ کښې مظاهرو ته دوام ورکړی دی.
پرون هم د امریکا په نیویارک ښار کښې د اسرائیلو پرضد مظاهره وشوه او خلکو د بروکلین ، مینهټن او د «ټونل هالینډ» پلونه بند کړل.
د امریکا پولیسو یوشمیر مظاهره چیان نیولي هم دي.
نظر سنجې وايي چې په غزې تړانګه کښې د اوربند له ټینګیدا څخه د امریکا د خلکو ملاتړ ورځ تر بلې په زیاتیدا دی.