غزه کښې انساني حالات لاخراب شوي دي
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو ځانګړی رپورټر د غزې په تړانګې کښې د انساني حالاتو د لاخرابتیا خبر ورکړ.
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټرې فرانسیسکا البانیز د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د غزې ۴۵ سلنه خلک له سختې لوږې سره مخ دي.
البانيز زياته کړه: په ځينو سيمو کې له لسو کورنيو څخه ٩ د ٢٤ ساعتونو لپاره له خوړو پرته پاتې کېږي.
د ملګرو ملتونو بل ځانګړي استازي بالاکرشن راجاګوپال هم ویلي چې په غزه کې ۵۶ سلنه کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي او په غزه کې د اسراییلي رژیم د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو له امله لوږه او د کورونو نشتوالي په دې سیمه کې "نسل وژنې" ته شدت ورکړی دی.
هغه زیاته کړه: د غزې تړانګې شمالي سیمه سخته زیانمنه شوې ده او تر ۸۲ فیصدو ورانه شوې ده.
د ملګرو ملتو د اعلان له مخې، د غزې تقریباً ۸۵فیصده اوسیدونکي بې کوره شوي دي او لکونه خلک د سر پناه نه لري.
د ملګرو ملتو د کډوالو آژانس وویل چې د غزې تړانګه د صهیونیسټي رژیم د بریدونو په وجه د اوسیدو وړ نه ده پاتې.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کار د آژانس ویاند «عدنان ابوحسنه»، هم موویل: غزې د ځمکې د مخ په ترټولو بد ځاې بدل شوی دی.
ابو حسنه زیاته کړه: په دې سیمه کې ۱.۹ میلیونه بې ځایه شوي کسان شتون لري، چې له دې جملې څخه ۱،۴ میلیونه، د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې په ۱۵۵ ښوونځیو او سرپناهونو کې اوسیږي.