کرونا ویروس تېره میاشت په نړۍ کې ۱۰ زره کسان مړه کړي
د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو له ډېرېدو اندېښنه ښودلې او ویلي چې تېره میاشت په نړۍ کې د دغه ویروس له امله، نږدې ۱۰ زره کسان مړه شوي دي.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې، د دغه سازمان مشر ټیډروس ادهانوم ، په رخصتیو کې د راټولېدنې او سړې هوا ته په اشارې سره ویلي چې د تېر کال په ډسمبر کې د نړۍ د نږدې ۵۰ هېوادونو په روغتونونو کې، د کرونا ویروس له امله د اخته شویو د بستري کېدو کچه ۴۲ سلنه زیاته شوې ده.
د نوموړي په خبره، ډېری دا پېښې په اروپا او امریکا کې ثبت شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر په جینوا کې خبریالانو ته ویلي: «که څه هم په میاشت کې د لس زره کسانو مړینه د وبا د لومړیو په پرتله ډېره ټيټه ده؛ خو د مخنیوي وړ دا ډول مړینې د منلو نه دي.»
نوموړي له حکومتونو غوښتي چې پر کرونا ویروس څار ولري او خلکو ته د واکسین د لاسرسي او درملنې په تړاو ډاډ ورکړي.
د راپورونو په حواله، د تېر کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې د امریکا د کوویډ – ۱۹ په روغتونونو کې د بستري کېدو کچه ۲۰ سلنه لوړه شوې ده.