امریکا او انګلستان په یمن باندې بیا بریدونه کړي
(last modified Mon, 15 Jan 2024 00:48:52 GMT )
Jan 15, 2024 05:18 Asia/Kabul
  • امریکا او انګلستان په یمن باندې بیا بریدونه کړي

د یمن سبا خبري اژانس وړمه شپه په یمن کښې په یوشمیر ځایونو باندې د امریکا او د بریتانیا د بیا برید خبر ورکړ.

دغه خبري اژانس زیاته کړه امریکا او بریتانیا د یمن په لویدیځ کښې د« الحدیده» په ساحلي ولایت کښې په « جبل جدع» سیمې باندې بمبارې کړي دي.

المیادین ټیلي ويژن هم د یمن د الحدیده ولایت په فضا کښې د امریکا د جاسوسۍ او د جنګي الوتکو د بیا بیا الوتونو خبر ورکړی دی.

تراوسه د دغه حملې په هکله نور جزیات نه دي خپاره شوي.

امریکا او بریتانیا د تیرې جمعې ورځ په سهار په غیر قانوني اقدام کښې د یمن د عسکرو په مرکزونو باندې حملې وکړې.

د یمن پوځ وویل امریکا او بریتانیا د یمن په یوشمیر ولایتونو باندې درې اویا(۷۳) ځله حملې کړي دي چې له کبله یې پینځه حکومتي پوځیان شهیدان شول او شپږ نور ژوبل شوي دي او دغو حملو تر وړمې ورځې پورې دوام درلود.

بل خبر دا چې امریکا او انګلستان په یمن باندې د حملې د ترسره کولو خبر دروغ بللی دی او ویلي یې دي چې مونږ کوم نوی برید نه دی کړی.