د لندن خلکو د فلسطینیانو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی په لندن کښې د فلسطین ملاتړو له اسرائیلو د بریتانیا او د امریکا په وسله والو ملاتړونو او د دغه رژیم په جنایتونو کښې په برخه اخیستلو باندې اعتراض کښې د ګاډو د نندرتون مخ ته مظاهرې وکړې.
په لندن کښې د پوځي ګاډو د نندرتون مخ ته د اسرائیلو ضد مظاهرو کښې ګډون کونکو د صهیونیسټ رژیم پرضد شعارونه ورکړل.
په تیرو څلورو میاشتو کښې د بریتانیا په شمول د لویدیځو هیوادونو په جوړو وسلو سره د فلسطین څه د پاسه یولس زره ماشومان وژل شوي دي.
په لندن کښې د فلسطین ملاتړو دغه راز د یوې پرپړې په لاسلیک کولو سره د پوځي ګاډو د نندرتونو د ختمیدا غوښتنه وکړه.
د فلسطین د خلکو ملاتړو او سوله غواړو خلکو ټینګار وکړ د جنګي اوزارونو د وړاندې کولو د نندرتونونو تر ختمیدا پورې به په بیلابیلو رودو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.