Jan 24, 2024 11:27 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د هندوستان په ممبئۍ ښار کښې د مسلمانانو یوشمیر دکانونه د لارې د بندولو او د غیرقانوني جوړښت په وجه وران کړې شول.

پرون بولډوزرونه د ممبئۍ په میرا سړک باندې هغه ځاې ته لاړل چې د «رام» مندر له افتتاح وروسته د یوه ډله هندوانو او مسلمانانو ترمینځ نښته پیل شوې وه.

ویل کیږي چې دغو بولډوزرونو د هندوستان د ډیرو پولیس او امنیتي ځواکونو په ملتیا هغه ودانۍ او دکانونه وران کړل چې ادعا شوې د میرا سړک په غاړه په «غیرقانوني» بڼه جوړ شوي وو.

په هغو ویډیوګانو کښې چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د رام مندر له جنجالي پرانستې وروسته چې ډیرو خلکو په ټولنیزو شبکو کښې شریکې کړې، دوه ډلې لیدل کیږي چې په خپلو کښې ښکیل شوې دي.

د رپورټونو له مخې، د دوشنبې تر ماښامه د ممبئۍ پولیسو د دغو نښتو په تړاؤ له دولسو زیات کسان نیولي او همداشان په نښتو کښې یوشمیر کسان هم زخمي شوي دي.

د سیمې د پولیسو د کمشنر مرستیال خبریالانو ته وویل چې نښته د شپې په یوولس بجې هغه مهال پيل شوه چې ځینو هندوانو په څو ګاډو کښې شعارونه ورکول.

په دې وروستیو کښې د هند د هاریانا صوبې په ګوروګرام ښار کښې هم په مسلمانانو باندې د تندلارو هندوانو له خوا بریدونه وشول چې څو ورځې یې دوام درلود.

دغه نښته د «نوح» په نامه مسلمان میشتې سیمې کښې د هندوستانو د راپارونکي اقدام په وجه پیل شوه او هندوستان په ګروګرام سیمه کښې په یو جومات باندې هم حمله وکړه. هندوانو جومات ته اور ورته کړ او د هغه ځوان ملا امام یې ووژه. د دغو نښتو په اوله ورځه همداشان د دوو پولیسو په شمول څلور کسان مړه شول او ۶۰ کسان زخمي شول.

 

ټیګونه