مسجد الحرم او مسجد نبوي ته د تګ پر مهال د ماسک اچولو سپارښتنه وشوه
د سعودي عربستان د مسجد الحرام او مسجد نبوي ادارو د موسم په تغیر سره زیارت کوونکو ته سپارښتنه کړې چې مسجد الحرم او مسجد نبوي ته د تګ پر مهال ماسک واچوي.
په داسې حال کې چې د روژې مبارکه میاشت را نږدې شوې، ډیری مسلمانان د الله ج عبادت په موخه سعودي عربستان ته ځي، له دې سره هم مهاله د نړۍ په اکثره هېوادونو کې د ټوخي او زکام ناروغۍ پېښې هم زیاتې شوي دي.
یادې موضوع ته په پاملرنې سره د حرمین شریفین ادارې د الله ج د عبادت کوونکو د ښې روغتیا ساتنې په موخه تازه سپارښتنې خپرې کړي دي.
د دغه ادارې لخوا په خپره شوي بیان کې سپارښتنه شوې چې سعودي عربستان ته ورتلوونکي هغه زیارت کوونکي چې د زکام او ټوخي په ناروغۍ اخته شوي، بیا د نورو د روغتیا ساتنې لپاره ماسک لازمي وکاروي.
د دغه سپارښتنې له مخې؛ باید مسجد الحرم او مسجد نبوي ته له ماسک پرته داخل نشي او د زکام او ټوخي پر مهال باید ارام وکړئ او د روغتیا پالو سپارښتنو ته پاملرنه وکړئ.
د یادونې وړده چې د کرونا وبا د پای ته رسیدو وروسته په سعودي عربستان کې د کار لپاره د تلوونکو کسانو په شمېر کې د پخوا هر وخت په پرتله د ریکارډ په کچه زیات شوی دی.