د غزې وضعیت د انسانیت لپاره سپکاوی دی
د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش ویلي؛ «په غزه کې قتل عام، قحطي، تنده او تباهي د انسانیت د سپکاوي سبب ګرځي.»
د فارس خبری آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشی آنتونیو ګوترش د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا په غزې تړانګې کې د کړکېچن حالت په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه: باید د عدالت د نړیوالې محکمې د پابندو پرېکړه لیکونو ته غاړه کېښودل شي او د فلسطین په غزه کې بشري حالات د اندېښنې وړ دي.
په ورته وخت کې د بشري چارو او د بېړنیو مرستو همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس، د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د فلسطین د وضعیت د بیا کتنې په اړه وویل: «هره ورځ چې تېرېږي، د غزې خلکو ته یوازې غمونه او کړاوونه زیاتېږي."
د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال د خان یونس په شاوخوا کې د سختې جګړې دوام د رفح په لور د زرګونو خلکو د بې ځایه کېدو په اړه وویل: دا سیمه اوس د غزې د دوه اعشاریه دوه میلیونو نفوس له نیمایي څخه زیاته برخه لري.
ګریفیتس زیاته کړه: د غزې په سویل کې د دښمنۍ لا پراخېدل د دغې سیمې د خلکو د محرومیت او مایوسۍ په زیاتیدا سره به یوازې ګاونډیو هېوادونو ته د ډله ایزې بې ځایه کېدنې د زیاتېدو سبب شي.
هغه دې ته په اشارې سره چې په غزې کې د استوګنې څه دپاسه ٦٠ سلنه کورونه ويجاړ يا زيانمن شوي دي څرګنده کړه: اوس موږ اټکل کوو چې د غزې د ټول نفوس څه باندې ٧٥ سلنه یې بې کوره شوي دي.
ګریفیتس وویل: په غزه کې له ۳۶ روغتونونو څخه یوازې ۱۴ روغتونونه فعال دي او دغه روغتونونه په پوره ظرفیت کار نه کوي.
صهیونیسټي رژیم د «الاقصی طوفان» له ناڅاپي حملو څخه د غچ اخیستو او د مقاومت د ځواکونو د عملیاتو د بندولو لپاره له تېرو درېیو میاشتو راهیسي په غزه کې پراخ قتل عام پیل کړی دی.
د راپورونو له مخې، تر اوسه څه باندې ۲۶ زره فلسطینیانو د دغه رژیم د وحشیانه بریدونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.