په امریکا کې د یوې الوتکې نسکورېدو له امله درې تنه مړه شوي
Feb 03, 2024 04:32 Asia/Kabul
د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوې کوچنۍ شخصي الوتکې غورځېدو پېښه کې درې کسانو خپل ژوند بایللی دی.
امریکایي رسنیو د سلواغې په ۱۳مه، خبر ورکړی چې دا پېښه تېر ماښام د فلوریډا ایالت په ساحلي سیمه کې رامنځته شوې ده.
ځایي مسئولینو ویلي چې یوه کوچنۍ شخصي الوتکه هلته د خلکو پر کورونو غورځېدلې چې له امله یې درې تنه مړه شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په مړو شویو کسانو کې د الوتکې چلوونکی او دوه کسان نور لاندې په کورونو کې خپل ژوند بایللی دی.
د امریکا په فلوریډا ایالت کې چارواکي وايي، پر کورونو باندې د یوې کوچنۍ الوتکې د راغورځېدو له امله یو شمېر کسان مړه شوي دي.
ځايي رسنیو د هوايي چلند ملي ادارې په حواله ویلي چې د دغې “بیچکرافټ بونینزا وي-۳۵” ډوله الوتکې ماشین له کاره لوېدلی وو.