په ایران کې د موساد جاسوسي شبکې پېژندنه
د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو ادارې، د نړۍ په اته دیرش هېوادونو کې د صهیونیسټي جاسوسي ادارې موساد د زیات شمېر عناصرو د پېژندنې خبر ورکړی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو وزارت د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې خبر ورکړ چې د ایران د امنیتي ځواکونو د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې د نړۍ د درې براعظمونو اسیا، افریقا او اروپا اړوند په ۲۸ هېوادونو کې د صهیونیسټي رژیم جاسوسي ډله موساد په نښه کړي دي.
په دغه اعلاميه کې راغلي؛ د صهيونيسټ رژيم جاسوسي ادارې د بېلا بېلو لارو چارو په طرحه کولو او د عامو خلکو لخوا د استعمال شويو پلاټ فورمونو لکه سايبر اسپيس او د ټولنيزو شبکو، کډوالو او د کار د لټون د سايټونو په استعمالولو سره په بېلا بېلو پلمو له قربانيانو سره د خبرو اترو هڅه کړې ده او په راتلونکو مرحلو کې یې د دوی څخه معلوماتو را ټولیدو او دوی ته د تخریبي ماموریتونه سپارلو چاره ترسره کړې.
د ایران د اطلاعاتو ادارې له خوا؛ د صهیونیسټي جاسوسي سازمان د عناصرو د پیژندلو خبر په داسې حال کې خپریږي چې د ایران اطلاعاتي او امنیتي ادارو په تیرو دوو کلونو کې د موساد په بدن باندې بې شمیره او مرګونې بریدونه کړي دي.
په تېرو میاشتو کې د ایران په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې "موساد" د ۶ غړو نیول کیدو څخه موږ یادونه کولی شو.
د اسرائیلو د جاسوسي شبکو د پېژندلو په اړه د ایران د اطلاعاتو د وزارت اعلامیه
د راپورونو له مخې په وروستیو میاشتو کې په تېره بیا د غزې له جګړې وروسته په ایران او د سیمې په نورو هېوادونو کې د صهیونیسټ رژيم د جاسوسي عناصرو د پېژندنې او نیول کېدو لړۍ خورا زیاته شوې ده، چې د ترکیې حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې په دې هېواد کې یې د موساد شبکې پورې اړوند غړي کشف کړي چې له ډلې یې یو شمېر نیول شوي هم دي.
په ترکیه کې د موساد نیول شویو جاسوسانو اعتراف وکړ چې د غزې د خلکو له مقاومت څخه د انقرې د ملاتړ او د سیمې له پرمختګونو څخه د عامه افکارو د اړولو په هدف یې د ځینو کسانو د تښتولو او په ترکیه کې د ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو هڅه کړې ده.
په سیمه او ایران کې د موساد د جاسوسانو د پیژندلو، افشا کولو او نیولو نوی پړاو په ډاګه کوي چې په سیمه کې د صهیونیسټ رژيم استخباراتي او ورانکاره فعالیتونه زیات شوي او دغه رژیم هڅه کوي چې په تخریبي او ترور کولو پېښو په ترسره کولو سره خپلو شومو کړنو ته ځآنونه ورسوي.
په تیرو دریو میاشتو کې د فلسطین او لبنان د مقاومت د ډلو د لسګونو ایراني پوځي سلاکارانو او مشرانو وژل کیدو څخه په دې برخه کې یادونه کولی شو.
خو له موساد سره د تړلو پلانونو او شبکو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او امنیتي ځواکونو وروستي عملیات د دې ښودنه کوي چې د ایران اطلاعاتي ادارې په ډیرې هوښيارتیا سره په کور د ننه او بهر د صهیونیسټ رژیم د اطلاعاتي او تروریستي تحرکاتو مخنیوی کړی او اجازه یې نده ورکړې چې د امریکا او صهیونیسټ رژیم توطیې د ایران په خلکو او مسؤلینو عملي شي.
د صهيونېسټ رژيم د جاسوسۍ او ترهګريزو فعاليتونو د شنډولو لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت او په سيمه کې د نورو هېوادونو هڅې په داسې حال کې دي چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ادعا کوونکې هېوادونه کوشش کوي چې په سیمه کې په تهمتونو او مختلفو سناریوګانو سره ايران او د مقاومت محور د نا امنۍ سبب وښيي.
اوس باید وګورو چې آیا د لویدیځې اسیا په هېوادونو کې د صهیونیسټ رژیم ترهګري او جاسوسي فعالیتونه د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د ملاتړو له نظره غندنه کیږي؟
البته د ایران د خلکو او سیمې دښمنانانو د صهیونیسټي نامشروع رژیم د تاسیس څخه چې بنیاد یې له ترهګرۍ او نیواک څخه جوړ شوی و، وښودله چې د دغه رژیم د پراختیا غوښتونکو اهدافو سره سم یې ګامونه پورته کړي او د دغه رژیم د جنایتونو په وړاندې به د چوپتیا سیاست ته دوام ورکړي.
د صهيونېسټ رژيم د وروستيو ترهه ګرو اقداماتو په اړه کې د صهيونېسټ رژيم د ملاتړو او د تش په نامه د بشري حقوقو د مدافعانو د چوپتيا يوه نوې بېلګه په سوريې، لبنان او عراق کې د مقاومت د مشرانو د ترور په اړه خاموشي ګڼل کیږي.
د صهیونیسټي رژیم له ټولو استخباراتي، جاسوسي او تروریستي هڅو سره سره، په ځینو مواردو کې د ایران د ځینو پوه شخصیتونو په تیره بیا په ایټمي او امنیتي برخو کې او دغه راز د مقاومت د فعالانو د تاوان سبب شوی دی، خو د دغو جرمونو طرح کوونکو تل د محاسبې تېروتنه کړې ده، ځکه چې په ایران او سیمه کې علمي او مبارزتي پرمختګونه بنسټیز شوي دي او په یقین سره صهیونیسټ رژیم نشي کولای په دغو حرکتونو سره خپل شتون ته دوام ورکړي.