په سوریې او عراق د امریکا بریدونه تاوتریخوالي زیاتوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول« جوزف بورل» د لویدیځې اسیا سیمې په حالاتو باندې د سوريې او د عراق پرضد د امریکا د هوايي حملو د پایلو په هکله د اندیښنې په څرګندولو سره خبرداری ورکړ د واشنګټن دغه اقدامات د جنګونو د لمن د پراخیدا او د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب کیدلای شي.
هغه بیګا د اروپايې اتحادیې د خارجه وزیرانو د غیر رسمي غونډې په پاې کښې په وینا کښې په بروکسل کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې د عراق او د سوریې پرضد د امریکا هوايي حملو ته په اشارې سره وویل: هره حمله د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب کیږي او د اروپايي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په پرونۍ غونډې کښې د دغه چارې په هکله سخته اندیښنه څرګنده کړه.
جوزف بوریل په دې خبرې سره چې هر ډول بڅرکی د یوې سترې پیښې سبب ګرځیدلای شي وویل هڅه به وکړو چې د حملو د زیاتیدا مخه ونیسو.
د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر هم بیګا په یوې خبر پاڼه کښې په سوریې او عراق باندې د امریکا د وروستیو حملو د غندلو په ترڅ کښې وویل د امریکا یرغلیز اقدامات سیمه له پراخې جګړې سره مخ کوي او دغه کار د نړیوال امنیت او سولې لپاره ګواښ دی.
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر په بیانیې کښې ویل شوي دي په سوریې او عراق باندې پوځي تیري په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ولس پرضد د جنایتونو د دوام لپاره له اسرائیلي دښمن څخه د امریکا د ملاتړونو په چوکاټ کښې ترسره شول.
د یمن انصار الله غورځنګ په دغه بیانیې کښې وویل امریکا کولای شو د سیمې په خلکو او هیوادونو باندې د حملو پرځاې اسرائیل مجبوره کړي چې د فلسطین په خلکو باندې له تیریو څخه لاس واخلي او د غزې کلابندۍ ختمه کړي.
د یمن انصار الله غورځنګ زیاته کړه مونږ ټینګار کوو زمونږ خلک حق لري د ځانونو دفاع وکړي او د امریکا د بیا بیا جنایتکارانه حملو په وړاندې خپل امنیت او واکمنۍ وساتي.
امریکا لویدیځه اسیا سیمه له بې ثباتۍ او نامنۍ سره مخامخ کړي ده او کله نه کله په دغه حساسې سیمې کښې یرغلیز اقدامات ترسره کوي.