Feb 13, 2024 04:42 Asia/Kabul
  • د امریکای خلک د جوبایډن له کاندید کیدا سره مخالف دي

فارس خبري اژانس راپور راکړی په امریکا کښې د نوي نظر سنجې پایلې ښودنه کوي د هیواد اکثره خلک د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اوسني ولسمشر جوبایډن له بیا کاندید کیدا سره مخالف دي.

د نوي نظرسنجې د نتیجو پراساس چې «ای بي ایس» ټيلي ويژن او «ایپسوس »تحقیقاتي موسسې ترسره کړي ده د امریکا شپږاتیا فیصده خلک باوري دي د  امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن د اولسمشرۍ د څوکۍ د بیا ترلاسه کولو او په سپینې ماڼۍ کښې د پاتې کیدا لپاره ډیر بوډا دی.

د امریکا د عدلیې وزارت ځانګړي پلټونکي« رابرټ هور» څه موده مخکې ویلي وو اوسني ولسمشر جوبایډن ته دغه خبره نه ده یاد چې زوی یې کله مړی شوی او یا هغه کله د پخواني ولسمشر باراک اوباما مرستیال و.

د جوبایډن د سلامتیا په هکله په امریکا کښې د اندیښنو له زیاتیدا سره په یووخت د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د ریپبلیکن ګوند غړي او د سپینې ماڼۍ پخواني ډاکټر« روني جیکسن» هم د جسمي او د ذهني ناتوانۍ په دلیل د اوسني ولسمشر جوبایډن د څنګ ته کیدا غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه