د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بوټانو پلور پیل کړی
(last modified Mon, 19 Feb 2024 08:13:18 GMT )
Feb 19, 2024 12:43 Asia/Kabul

د فساد او درغلیو په څو قضیو کې د نیویارک د محکمې لخوا د 355 میلیون ډالرو په جرم محکوم کیدو یوه ورځ وروسته ، ټرمپ یو ډول بوټان نندارې ته وړاندې کړل.

د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر او د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کاندید ډونالډ ټرمپ د خپل شرکت لخوا پيژندل شوي بوټان چې د ځمکې په سر یې تر ټولو غوره بوټان بللي، پلورل یې پیل کړل.

د امريکايي رسنیو د خبر له مخې؛ په فلاډلفيا کې د کنونشن په مرکز کې ټرمپ هغه بوټان معرفي کړل چې د سرو زرو چمک لرونکي وو او پرې د امریکا د بیرغ تفصیلات هم هم ورکړل شوي وو.

د امریکايي رسنیو د معلوماتو له مخې، د 'Never Surrender High Tops'  په نوم د بوټانو بیه ۳۹۹ ډالره ده چې د وېبپاڼې له لارې پلورل کېږي.

په دغه ویب پآنه کې ټرمپ د یاد بوټانو دوه نور ډیزاینونه هم نندارې ته وړاندې کړي دي.