Feb 22, 2024 12:00 Asia/Kabul
  • اسرائيل دې د پاریس له المپیک ۲۰۲۴ لوبوڅخه محرومه شي

د فرانسې پارلیماني استازو د پاریس په ۲۰۲۴المپیک لوبو کې د اسرائيلو د محرومولو غوښته وکړه

د فرانسې په پارلیمان کې دحکومت مخالفو لسګونو  استازو د پاریس په 2024 المپیک  لوبو کې  له ګډونه  د صهیونیسټ رژيم  دمحرومولو غوښته وکړه .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، د فرانسې د پارلیمان ۲۶ استازو د المپیک نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ ته په یوه لیک کې د صهیونیسټي رژيم د سزا کولو غوښتنه کړې ده .دغو استازو ښاغلي باخ ته پخپل لیک کې  دوحشي صهیونیسټي رژيم  په وسیله دغزې تړانګې د اوسیدونکو بې مخینې  قتل عام په سخته محکوم کړ.

د فرانسې په پارلیمان کې د حکومتی ضده ګوندونو استازو  د روسیې او سپینې روسیې په څير د صهیونیسټ رژيم د سزا کولو غوښتنه کړې ده . دوي ټینګار  کړی دی ، چې دغه محرومیّتونه دې په غزې تړانګې کې د اوږمهاله اوربند  تر اعلان پورې  لغوه نشي. دوي همداراز  وئيلي دي ، اسرائيلي لوبغاړي باید د روسیې او سپينې روسیې  د لوبغاړو په شان  په بې پلوه  بڼه  سیالۍ وکړي .

د المپیک نړیوالې کمیټې له دې مخکې وئيلي وو، چې د روسیې او سپينې روسیې  لوبغاړي ، د ۲۰۲۴کال المپیک لوبو کې د بې پلوه او خپلواکه لوبغاړو په توګه برخه اخستلی شي.

ټاکل شوې ده ، پاریس ۲۰۲۴المپیک سیالۍ  به د راتلونکي جولائي میاشت له ۲۶تر اګست میاشت ۲۱ نیټې پورې  او پاراالمپیک لوبې هم  د اګست له ۲۸ تر سمتبر ۸ نیټې پورې ترسره شي.

 

ټیګونه