اوکراین: یوه روسیي الوتکه مو ویشتلې
د اوکراین هېواد نظامي ارګانونو ادعا کړې چې د جمعې په ورځ یې تورې بحیرې ته نږدې یوه روسي الوتکه ویشتې او نسکوره کړې ده.
العالم تلویزیون د خبر له مخې؛ د اوکراین د دفاعي استخباراتو سازمان په X پاڼه کې په یوه بیان کې ادعا کړې چې د روسیې یوه بریف A-50 الوتکه یې د ازوف په سمندر سیمه کې ویشتلې ده.
د یو بل خبر له مخې؛ د هنګري لومړي وزیر ویلي چې اوکراین نشي کولای چې په جګړه کې روسیې ته ماتې ورکړې.
د یاد هېواد لومړي وزیر ویکتور اوربان وای: دا مهمه نه ده چې اوکراین له لویدیځ څخه څومره وسلې او پوځي مرستې ترلاسه کوي، ځکه چې روسیه هیڅکله به جګړه کې ماتې نه خوري، نو لازمه ده چې ستونزه د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو لارو چارو حل شي.
هغه یادونه وکړه چې ژر یا وروسته به د روسیې او اوکراین مسائله د خبرو او ډیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې حل شي او د لویدیځ مشران به ومني چې د دوی د اشتباهاتو له امله اروپا له اقتصادي ناورین ته نږدې شوې ده.