غزې کښې د صهیونیسټ رژيم په نسل وژنې اعتراضونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i146658-غزې_کښې_د_صهیونیسټ_رژيم_په_نسل_وژنې_اعتراضونه_دوام_لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ، د بریتانیا او د ایټالیا خلکو د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ لخوا د خلکو په نسل وژنې باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2024-02-24T04:09:23+00:00 )
Feb 24, 2024 08:33 Asia/Kabul
  • غزې کښې د صهیونیسټ رژيم په نسل وژنې اعتراضونه دوام لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ، د بریتانیا او د ایټالیا خلکو د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ لخوا د خلکو په نسل وژنې باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

په امریکا کښې د فلسطین ملاتړو  مظاهره چیانو په داسې حال کښې چې په «کالیفرنیا » کښې د ولسمشر جوبایډن کور ته ورغلل د اسرائیلو له نسل وژنې څخه د جوبایډن په ملاتړونو نیوکه وکړه او د غزې تړانګې د جنګ په هکله یې د سپینې ماڼۍ سیاستونه وغندل.

په عین حال کښې د بریتانیا ښاریزو هم په لندن کښې د اسرائیلو د رژیم د سفیر د کور د باندې په مظاهرو سره په غزې  تړانګه کښې د فلسطینیانو د نسل وژنې د تائیدولو په علت د هغه د اخراجولو غوښتنه وکړه.

دغه مظاهرې د صهیونیزم ضد د یهودیانو د نړیوال تنظیم په غوښتنه وشوې او دغه تنظیم مخکې هم په لندن کښې د اسرائیلو د سفیر د نیولو او د هیګ نړیوالې محکمې ته د هغه د سپارلو لپاره د بریتانیا پولیسو ته یو درخواست هم ورکړی و.

په ایټالیا کښې هم د صهیونیسټ رژيم ضد مظاهرې د محصیلینو په ګډون سره وشوې او امنیتي ځواکونو او پولیسو هم په تاوتریخوالو سره مظاهرې وځپلې.

صهیونیسټ رژيم د امریکا، د بریتانیا ، د فرانسې ، اسټرالیا، د کاناډا او د متحده عربي اماراتو بحرین،  اردن او ځینو نورو هیوادونو په مرستو او ملګرتیاو سره د فلسطین د خلکو  وژلو او بې کوره کولو ته دوام ورکړی.