علی اف :
ارمنستان باید زمونږ ټولو شرطونو ته غاړه کښېږدوي
د اذربایجان د جمهوریت ولسمشر رسنیو ته ویلي دي چي ارمنستان له دې پرته چي زمونږ ټولو شرطونو ته غاړه کښېږدوي، بله چاره نه لري.
د اذربایجان د جمهوریت ولسمشر علی اف په قره باغ کې د خوجالی د ښار له استازو سره، په کتنه کې ویلي دي ارمنستان باید د اذربایجان د جمهوریت شرطونه ومني، که نه وي نو هم ارمنستان او هم ملاتړي به یې سزا وګالي.
هغه زیاته کړې ده چي ارمنستان یو نوی مالک د پناه وړلو په لټه کې ده حال دا چي د روانو ستونزو د هوارېدو یوازنۍ لاره دا ده چي د اذربایجان د جمهوریت په خاورې باندې د مالکیت له ادعا څخه لاس واخلي او زمونږ ټول شرطونه ومني.
د قره باغ سیمه د نړیوالو قوانینو له مخې د اذربایجان د جمهوریت د خاورې یوه برخه ده خو د شوروي له پاشلتیا نه وروسته، یاده سیمه چي اوسېدونکي یې ارمنیان دي، د ارمنستان تر ولکې لاندې ورغله، تر دې چي په تېر میلادي کال کې اذربایجان جمهوریت په یوه فوځي عملیات کې یاده سیمه ونیوه او ټوله ۱۲۰ زره ارمنیان د خپلو کورونو په پرېښودلو سره،له قره باغ څخه ووتل.