Mar 04, 2024 14:43 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشران له یوه بله سره هیڅ توپیر نه لري

د سورئې ولسمشر بشار اسد  په یولړ څرګندونو کې په ډاګه ووئیل، دامریکا ولسمشران پخپلو کې سره هیڅ توپیر نه لري ، دوي ټول جنګ سالاران  او د لابیو په خدمت کې دي.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د سورئې ولسمشر بشار اسد  د روسیې له سولوویوف  خبری چینل سره به خصوصي مرکې کې  په دې خبرې په ټینګار سره  چې د امریکا  ولسمشران پخپلو کې سره هیڅ توپیر نه  لري، او دوي د تیلو او وسلو  او لابیانو په خدمت کې دي، اتکل وکړ ، چې د امریکا پخوانی کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  ددغه هیواد د ولسمشرۍ دراتلونکو انتخاباتو  ګټونکی وي.

بشار اسد  ووئیل، هماغه ډول چې  له دې مخکې مو هم وئیلي وو، د امریکا   ولسمشران یوازې اجرائي مدیران دي او باید هغه څوک چې د بریالي کاندید تر شا،سیاست  جوړونې کوي، وپيژنو سره له دې چې دغه لابیانې ،رسندوئې ،مالی تامینونکي ، بانکداران، وسلې او تیل  ددغه ډګر یوازني لوبغاړي دي.

  اټکل کیږي ، د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي نومبر په ۵نیټه ترسره شي. نظر غوښتنې ښئ چې  ډونالډټرمپ  د جمهوری غواړي ګوند په مقدماتي انتخاباتو کې  د ترټولو زیات چانس لري، خو وروستي راپورونه ښئ چې  نیکې هیلې  په ګوندي سیالیو کې  په واشنګټن کې ټرامپ ته ماته ورکړې ده.

 

ټیګونه