ترکيې۷ تنه اسرائيلي رژيم ته د جاسوسۍ په تور نيولي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147256-ترکيې۷_تنه_اسرائيلي_رژيم_ته_د_جاسوسۍ_په_تور_نيولي
اناتولي خبري آژانس د ترکيې د استخباراتي چارواکو په حواله ويلي، چې دغه هېواد ۷ تنه د موساد لپاره د جاسوسۍ په تور نيولي دي.
(last modified 2024-03-07T03:39:49+00:00 )
Mar 07, 2024 08:07 Asia/Kabul
  • ترکيې۷ تنه اسرائيلي رژيم ته د جاسوسۍ په تور نيولي

اناتولي خبري آژانس د ترکيې د استخباراتي چارواکو په حواله ويلي، چې دغه هېواد ۷ تنه د موساد لپاره د جاسوسۍ په تور نيولي دي.

دې ترکيې رسنۍ زیاته کړې چې دغه شکمن کسان په ترکيه کې د فعالو اشخاصو او شرکتونو په اړه د معلوماتو په راټولولو او همدارنګه په ترکيه کې د تعقيبي وسايلو په نصبولو تورن شوي دي.

ويل کېږي، چې په نيول شويو کې يو تن د ترکيې خصوصي جاسوس او يو بل پخوانی دولتي چارواکی دی.

دا سړي د بلګراد، سربيا کې د موساد له خوا روزل شوي وو.

په روان کال کې دا د ترکيې په خاوره کې د موساد د فعاليتونو پر ضد د ترکيې درېيم لوی عمليات دي.

د جنورۍ په مياشت کې ترکي چارواکو ۱۵ کسان ونيول او يوې محکمې اته تنه نور له دندو ګوښه کړل، چې په دغه هېواد کې د فلسطينيانو په نښه کولو لپاره له موساد سره پر همکارۍ تورن شوي وو.

همداشان د فبرورۍ په مياشت کې ترکيې ۷ تنه د پيسو په خاطر موساد ته د معلوماتو د ورکولو په تور ونيول.