د مارچ ۸مه؛ د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147322-د_مارچ_۸مه_د_ښځو_د_پیوستون_نړیواله_ورځ
نن د مارچ ۸مه ده، چې په نړۍ کې د ښځو د پیوستون  له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.
(last modified 2024-03-08T05:36:06+00:00 )
Mar 08, 2024 09:48 Asia/Kabul
  • د مارچ ۸مه؛ د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ

نن د مارچ ۸مه ده، چې په نړۍ کې د ښځو د پیوستون  له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.

دا ورځ سږکال « پر ښځو پانګونه وکړئ او پرمختګ چټک کړئ» له شعار سره په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

دا ورځ په داسې حال کې را رسېږي، چې په افغانستان کې لاهم د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لګېدلي دي.

که څه هم طالبان وايي، دا بندیزونه یې دایمي نه دي؛ خو د دوه نیمو کلونو له تېرېدو راهیسې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

ملګرو ملتونو ویلي د ژوندانه په ټولو برخو کې ښځو ته د مساوي حقونو ورکړه، اوس تر بل هر وخت اړینه ده.

د یادونې ده چې دا ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۱ کال کې په اتریش، ډنمارک، جرمني او سویزرلنډ کې ونمانځل شوه، چې شپږ لسیزې وروسته بیا په ۱۹۷۵ کال کې ملګرو ملتونو هم ونمانځله.