Mar 11, 2024 14:22 Asia/Kabul
  • د اوکرایین د جګړې په اړه د ناټو د غړو ترمنځ د اختلافاتو زیاتوالی

د ایټالیا د دفاع وزیر ګیدو کروستو، اوکراین ته د ناټو ځواکونو د استولو د احتمال په اړه د فرانسې او پولنډ پر دریځ نیوکه کړې او ټینګار یې وکړ چې دغه هېوادونه حق نلري چې د ناټو د غړو هېوادوو په استازولۍ څرګندونې وکړي.

نوموړي زیاته کړې: فرانسه او پولنډ نشي چې له پیل څخه یې په دې جګړه کې ؛په رسمي او خپله خوښه مداخله نده کړې، نشي کولای د ناټو په استازیتوب خبرې وکړي.

ایټالیا باور لري چې اوکراین ته د ناټو ځواکونو استول به د کړکیچ د زیاتوالي لامل شي او د شخړې د ډیپلوماټیک حل امکان به لمنځه یوسي.

تر دې مخکې د فبرورۍ په ۲۶مه د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په پاریس کې د یوې غونډې په څنډه کې چې د څه باندې ۲۰ لوېدیځو هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و، د اوکراین د لا ملاتړ په اړه څرګندونو کې وویل: په اوکراین کې د ناټو د غړو او نورو متحدینو له خوا د پوځیانو ځای پرځای کول باید رد نشي،  ځکه چې لویدیځ قدرتونه باید ودریږي او باید ډاډ ترلاسه کړي چې روسیه د اوکراین ځواکونو ته ماتې نشې ورکولای.

مکرون وويل: په دې غونډه کې اوکراين ته د لويديځو پوځيانو د استولو موضوع مطرح شوه.

د فرانسې د ولسمشر په وينا، په دې غونډه کې ګډونوال په دې اړه موافقې ته نه دي رسيدلي، خو نشي کولای چې دغه موضوع په راتلوونکې کې رد کړي.

مکرون ادعا کړې چې اروپايي هېوادونه پلان لري چې اوکراین ته پوځي ځواکونه واستوي.

د مکرون خبرې د ناټو د غړو له منفي غبرګون سره مخ شوې او د ناټو هېوادونو اوکراین ته د سرتېرو لېږل رد کړل.

د نورو شیانو تر څنګ د آلمان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس د مکرون څرګندونو ته غبرګون وښود او ویې ویل چې د سرتیرو استول به د کییف د ستونزو په حل کې مرسته ونه کړي.

د فرانسې ولسمشر اوکراین ته د ناټو د ځواکونو د استولو او د دغه پوځي اتحاد د ډیرو غړو هیوادونو د مخالفت په اړه د خبرو په دوام، د کییف له متحدینو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې بزدلي ونکړي.

البته، د ناټو ځینو غړو د مکرون د نظر پلوي ښودلې ده.

د پولنډ د بهرنيو چارو وزير رادوسلاو سيکورسکي په ناټو کې د پولنډ د غړيتوب د ٢٥مې کليزې په مناسبت په جوړ شوي کنفرانس کې وويل: د ناټو سرتيري اوسمهال په اوکراين کې دي او زه غواړم په دې اړه د دغو هېوادونو له استازو څخه د زړه له کومې مننه وکړم.

تر دې مخکې، اوکراین ته د پوځي ځواکونو د استولو په اړه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د خبرو د هرکلي په ترڅ کې سیکورسکي ویلي وو، چې په اوکراین کې د ناټو ځواکونو حضور له تصور څخه لرې نه دی.

 د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکې څرګنده کړې وه چې د ناټو یوه ډله لا دمخه اوکراین ته خپل پوځي ځواکونه استولي او د ناټو عسکر لا دمخه په دغه هېواد کې موجود وو.

په همدې حال کې اوکراین ته د پوځي ځواکونو د استولو د احتمال په اړه د ناټو د ځینو غړو د نظر په اړه د ایټالیا څرګند دریځ او له دې سره مخالفت ښيي چې د اوکراین په جګړه کې د ناټو د پراخ پوځي ګډون په اړه د دغه لوېدیځ پوځي سازمان د اروپايي غړو ترمنځ توافق شتون نلري.

پداسې حال کې چې د ناټو ځینې غړي لکه پولنډ چې د روسیې په وړاندې دښمني لري، په اوکراین کې د ناټو د مستقیم حضور دفاع کوي، دغه راز ایټالیا او جرمني په اروپايي اتحادیه کې د خوار مهم هېوادونو په توګه یواځې په کیف کې د پوځي مرستې د دوام غوښتوونکي دي.

البته له هغه وخته چې په اوکراين کې د ناټو د پوځيانو د شتون مسئله راپورته شوې ده، دغه موضوع د مسکو له خبرداري سره مخامخ شوې ده.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د فرانسې د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې که لویدیځ ځواکونه اوکراین ته واستول شي نو د ناټو او روسیې ترمنځ به مستقیمه پوځي شخړه رامنځ ته شي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم په اوکراین کې د ناټو د غړیو ځواکونو د شتون په هکله د پولنډ د بهرنیو چارو د وزارت د څرګندونو په غبرګون کې وویل: د ناټو لپاره په اوکرایین کې د خپلو ځواکونو له شتون څخه انکار منطقی نه دی او له دې وروسته د دې مسئلې څخه انکار کول کومه ګټه هم نلري.

په هر صورت، مسکو په دې باور دی چې د ناټو ځواکونه له اوږدې مودې راهیسې په دې هېواد کې د اوکراین له پوځ سره د مرستې په موخه حضور لري، سره له دې چې د دغه پوځي اتحاد د چارواکو له خوا د دې مسئلې په اړه پرلپسې انکار هم کړی دی.

په هرصورت، مسکو هڅه کوي چې دا شتون د اوکراین په جګړه کې د ناټو مستقیم پوځي مداخله ونه ګڼي، ترڅو د ناټو سره د مستقیم نظامي ټکر څخه مخنیوی وشي.

د ناټو جګپوړي چارواکي او د هغې ځینې مهم غړي هیوادونه لکه امریکا په دې باور دي چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې بریا، حتی د ناټو په شاوخوا کې به د دغه پوځي سازمان د بدنامولو او د روسیې د سیمه ییز او نړیوال نفوذ د پراخیدو په معنا وي او دغه چاره به د اروپا امنیتي معادلې، نظامي او سیاسي وضعیت د لویدیځ په زیان بدل کړي.

 له همدې امله، هر هغه اقدام چې د دې سناریو د واقعیت مخه ونیسي، په شمول د هر ډول اغیزمنو او اوږد واټن وسلو لکه هیمارس، اتاکمز او کروز سټارم شیډول توغندیو او همدارنګه د هر ډول درنو او نیمه درندو جنګي تجهیزاتو لیږل  د امریکا متحده ایالاتونو او د هغوی د شریکانو په اجنډا کې شریک دي.

خو دغو وسلو په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې پر ضد په پراخو بریدونو کې د اوکراین له پوځ سره مرسته ونه کړه او د اوکراین د لوېدیځ پلوه ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي لپاره د روسیې د ماتې په اړه د اوکراین په جګړه کې د خپلو ژمنو د نه عملي کېدو له امله د سختې مایوسۍ لامل شو.

 

ټیګونه