اسپیوټنیک:
بایډن د ټاکنیزو اهدافو لپاره غزې سره همدردي کوي
په داسي حال کې چي په وروستیو ورځو کې د امریکا ولسمشر بایډن په ناڅاپه له غزې سره د مرستې خبرې کړي او فلسطینیانو سره همدردي ښودلې ده، خو کارپوهانو دغه کار د ټاکنیزو اهدافو لپاره بللي دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ ام اس ان بی سي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چي نور د حماس د غورځنګ د له مینځه وړلو لپاره د زرګونو عامو فلسطینیانو د وژلې په وړاندې غلي نه شي پاته کېدای.
تېرو ورځو کې هم امریکا له هوا څخه غزې ته خوراکي توکې ورغورځولي دي، په داسي حال کې چي غزه د اسرائیل د رژیم د ځواکونو په محاصره کې ده، او هره ورځ ماشومان او عام خلګ د لوږې او تندې څخه ژوند د لاسه ورکوي، بایډن د امریکا فوځ ته د غزې له ساحل سره، د یوه لنګرګاه د جوړېدو او له دې لارې غزې ته د خوراکي توکو د صادرولو امر کړی دی.
د هندوستان د ایمجیندا استراتیژیکو څېړنو شناند روبیندر ساچدف د روسیې اسپیوټنیک خبري اژانس ته وویل چي د امریکا ولسمشر بایډن یوازې په ظاهر کې د ټاکنیزو اهدافو په موخه، له فلسطینیانو سره، همدردي کړې ده، او له غزې سره د مرستو لپاره نمایښتي اقدامات یې هم د ټاکنیزو موخو لپاره دی.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې په نژدې کېدو دی او د امریکا اکثره خلګ د فلسطینیانو په وژلې کې د امریکا د حکومت او د بایډن له سیاستونو څخه ناراضه دي.
دا په داسي حال کې دی، په غزې کې د فلسطینیانو د نسل د ختمولو لپاره د اسرائیل د رژیم جنګ او محاصره، د امریکا په مستقیم مالي، سیاسي او فوځي ملاتړ سره، دوام پیدا کړې ده په داسي ډول چي په دې وروستیو کې صهیونیستي کارپوهانو ویلي چي که امریکا اسرائیل ته بې حسابه بمونه او وسلې ورکړي نه وای نو اوس اسرائیلي فوځیانو په خالي لاس او یا ډنډو سره، له حماس سره جنګ ته مجبوره شوي وای.