د امریکا حکومت له نتانیاهو څخه ناهیلی شوی
یوې امریکایي رسنۍ د صهیونیست رژیم له لومړي وزیر نتانیاهو څخه د امریکا د حکومت د ناهیلي کېدو او د هغه د لیرې کېدو لپاره د سپینې ماڼۍ د هلو ځلو خبر ورکړی دی.
په امریکا کې د اینتلیجنس په نامه ویب پاڼې د غزې په سر د امریکا د حکومت او د اسرائیل د رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو تر مینځ د اختلافاتو دوام ته په اشارې سره ولیکل چي سپینه ماڼۍ ورځ تر بلې زیات له نتانیاهو ناهیلي کیږي او د نویو لارو چارو په لټه کې ده.
دغې امریکایي ویب پاڼې دې ته په اشارې سره، چي د بایډن حکومت د نتانیاهو د بې واکه کولو پلان لري، په واشنګټن کې ددې رژیم د مخکنی سفیر ایتامار رابینوویچ په حواله زیاته کړه چي د امریکا ولسمشر بایډن په ډېرو مسائلو منجمله په غزې کې په روانو حالاتو او د سولې د رامینځ ته کېدو لپاره له حماس سره د خبرو اترو په زمینه کې له نتانیاهو سره جدي مخالفتونه لري.
د امریکا ولسمشر بایډن هم مخکې رسنیو سره په مرکه کې ویلي وه چي له اسرائیل رژیم څخه ملاتړ کوي لیکن د نتانیاهو اقدامات د دغه رژیم په زیان بولي.
دا په داسي حال کې دی چي په نیواکي ټاټوبو کې د ننه هم د نتانیاهو په ضد د صهیونیستانو اعتراضات او نیوکې زیاتې شوي او په دې وروستیو ورځو کې د نتانیاهو حکومت له مظاهره کوونکو سره، د مقابلې لپاره د زور کارولو ته مخه کړې ده.