د امریکا حکومت له نتانیاهو څخه ناهیلی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147492-د_امریکا_حکومت_له_نتانیاهو_څخه_ناهیلی_شوی
یوې امریکایي رسنۍ د صهیونیست رژیم له لومړي وزیر نتانیاهو څخه د امریکا د حکومت د ناهیلي کېدو او د هغه د لیرې کېدو لپاره د سپینې ماڼۍ د هلو ځلو خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-03-11T08:13:37+00:00 )
Mar 11, 2024 12:41 Asia/Kabul
  •  د امریکا حکومت له نتانیاهو څخه ناهیلی شوی

یوې امریکایي رسنۍ د صهیونیست رژیم له لومړي وزیر نتانیاهو څخه د امریکا د حکومت د ناهیلي کېدو او د هغه د لیرې کېدو لپاره د سپینې ماڼۍ د هلو ځلو خبر ورکړی دی.

په امریکا کې د اینتلیجنس په نامه ویب پاڼې د غزې په سر د امریکا د حکومت او د اسرائیل د رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو تر مینځ د اختلافاتو دوام ته په اشارې سره ولیکل چي سپینه ماڼۍ ورځ تر بلې زیات له نتانیاهو ناهیلي کیږي او د نویو لارو چارو په لټه کې ده.

دغې امریکایي ویب پاڼې دې ته په اشارې سره، چي د بایډن حکومت د نتانیاهو د بې واکه کولو پلان لري، په واشنګټن کې ددې رژیم د مخکنی سفیر ایتامار رابینوویچ په حواله زیاته کړه چي د امریکا ولسمشر بایډن په ډېرو مسائلو منجمله په غزې کې په روانو حالاتو او د سولې د رامینځ ته کېدو لپاره له حماس سره د خبرو اترو په زمینه کې له نتانیاهو سره جدي مخالفتونه لري.

د امریکا ولسمشر بایډن هم مخکې رسنیو سره په مرکه کې ویلي وه چي له اسرائیل رژیم څخه ملاتړ کوي لیکن د نتانیاهو اقدامات د دغه رژیم په زیان بولي.

دا په داسي حال کې دی چي په نیواکي ټاټوبو کې د ننه هم د نتانیاهو په ضد د صهیونیستانو اعتراضات او نیوکې زیاتې شوي او په دې وروستیو ورځو کې د نتانیاهو حکومت له مظاهره کوونکو سره، د مقابلې لپاره د زور  کارولو ته مخه کړې ده.