د جنوبي افریقا ولسمشر:
اسرائیل رژیم د هاګ د نړیوالې محکمې حکم ته غاړه نه ایږدي
د جنوبي افریقا ولسمشر په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې د نسل وژنې دمخنیوي لپاره د نړیوالې محکمې د حکم د نه عملي کېدو څخه د اندېښنې په ښودلو سره، وویل: مونږ له نړیوالې محکمې غوښتي دي چي د رفح د بحران د هوارولو لپاره حکم صادر کړي.
د جنوبی افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا رسنیو سره په خبرو کې په رفح کې د ۱۰۰ فلسطینیانو شهادت ته په اشارې سره، وویل چي هیواد یې د رفح د ستونزو د سملاسي هوارېدو لپاره د نړیوالې محمکې له خوا د نوی حکم د صادرولو غوښتنه کړې ده.
هغه د نړیوالې محکمې له مخکني حکم څخه د اسرائیل د رژیم سرغړونې ته په اشارې سره، جوته کړه چي باید د بحران د هوارېدو او همداشان د نویو پېښو د مخنیوی لپاره باید نوی حکم صادر شي او لارې چارې ولټول شي.
رامافوسا وویل: د غزې خلګ د لوږې څخه مري، دغه اندېښمنوونکې مساله هم موجوده ده چي نړیوالو ارګانونو یې په اړه خبرداری ورکړي دي.
د صهیونیست رژیم له لورې د غزې د شمال له محاصرې سره سم، هره ورځ هلته ماشومان له لوږې خپل ژوند د لاسه ورکوي، په دې وروستیو کې نتانیاهو په غزې کې د رفح په سرحدي سیمې باندې د فوځي عملیات د تر سره کولو په هکله خبر ورکړی چي د نړیوالو د سختو اندېښنو لامل شوی دی.
دمپګړی کابو دوه میلیونه فلسطینیان چي اکثره یې د غزې له جنوب او شمال څخه بې ځایه شوي د مصر له سرحد سره نژدې د رفح سیمې ته پناه وړې ده.