نور د نتانیاهو جنګي ماشین ته پیسې نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147498-نور_د_نتانیاهو_جنګي_ماشین_ته_پیسې_نه_ورکوو
امریکایي سناټور برني سندرز د فلسطیني ښځو او ماشومانو په وژلې باندې په نیوکې سره، وویل چي که نتانیاهو د امریکا د مرستو دوام غواړي باید خپل سیاستونه بدل کړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 11, 2024 12:51 Asia/Kabul
  • نور د نتانیاهو جنګي ماشین ته پیسې نه ورکوو

امریکایي سناټور برني سندرز د فلسطیني ښځو او ماشومانو په وژلې باندې په نیوکې سره، وویل چي که نتانیاهو د امریکا د مرستو دوام غواړي باید خپل سیاستونه بدل کړي.

امریکایي سناټور برني سندرز له سي بي اس سره په مرکه کې ادعا کړې ده چي امریکا نور نه شي کولای د فلسطیني ماشومانو په ډله وژنه کې ونډه واخلي.

هغه د سپینې ماڼۍ څخه غوښتنه وکړه چي اسرائیل رژیم ته له قید او شرط پرته د فوځي مرستو د لېږدولو بهیر بند کړي.

سندرز زیاته کړه: موضوع د ۳۰ زره فلسطینیانو د وژل کېدو نه ده چي دریمه برخه یې ښځې او ماشومان دي، بلکې په غزې کې له لوږې څخه د سلګونو زرو ماشومانو د مړینې مساله ده چي غور پرې روان دی.

دغه امریکایي سناټور جوته کړه چي د امریکا حکومت نتانیاهو ته زارۍ نه شی کولای، باید ورته ووایي چي که پیسې غواړې سیاستونه دي بدل کړه او ماشومانو ته د خوړو د رسېدو اجازه ورکړه.

سندرز د حماس د غورځنګ په له مینځه وړلو د ضرورت په ټینګارسره، وویل چي نور د نتانیاهو جنګي ماشین ته د ماشومانو د وژلې د دوام لپاره پیسي نه ورکول کیږي.

دا په داسي حال کې دی چي امریکا د امنیت شورا له خوا د هر ډول اقدام په وړاندې له اسرائیل رژیم څخه ساتنه کوي او د امنیت شورا پرېکړه لیکونه ویټو کوي.