فرانسه په نړۍ کې د وسلو دوهم لوی صادرونکی هېواد شو
هغه غوښتنه چې د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا د کړکیچونو او جنګ غواړو سیاستونو په وسیله رامینځته شوې.
د ستاک هوم د سولې د نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ ) SIPRI د وروستي راپور له مخې، د فرانسې د وسلو صادرات له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۸ او له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۴۷ فیصده زیات شوي دي.
په اوکراین کې جګړه او د روسیې لخوا لا زیاتو وسلو کارولو ته اړتیا او همدارنګه د لویدیځ بندیزونه د روسیې د وسلو د صادراتو د کمیدو اصلي لاملونه دي.
د فرانسې د وسلو د صادراتو لویه برخه 42٪ د آسیا او آرام سمندر هیوادونو او 34٪ لویدیځی آسیا هیوادونو ته بیل شوې.
فرانسه هڅه کوي هغه څه ترلاسه کړي چې ستراتیژیک خپلواکي ورته ویل کیږي،
د SIPRI څیړونکې کاترینا جوکیک، هم ویلي چې فرانسه د نویو وسلو لپاره له قوي نړیوالې غوښتنې ګټه پورته کوي.
هغه غوښتنه چې د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا د کړکیچونو او جنګ غواړو سیاستونو په وسیله رامینځته شوې.
امریکا چې لا هم په نړۍ کې د وسلو په صادراتو کې لومړی ځای لري.
د ستاک هوم د سولې د نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ په وینا، د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۰ هېوادونو کییف ته د پوځي مرستو په توګه مهمې وسلې ورکړې دي. په همدې حال کې نورو اروپايي هېوادونو هم خپل واردات ډېر کړي دي چی زیاته برخه یی له امریکا څخه واردیږي.
د «Cipri» د شمېرو له مخې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ کلونو پورې د اروپا د وسلو ۵۵ سلنه واردات له امریکا څخه شوي، په داسې حال کې چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ کلونو پورې دغه اندازه یوازې ۳۵ سلنه وه.